نوے ډيلے ۔ 20 جنوري (اے پي پي) نتن نبين د هند واكمن ګوند بي جے پي د صدر عهده سنبهال كړه ۔ د يو اين آئې راپور تر مخه 45 كلن نتن نبين د بي جے پي تر ټولو لږ عمره صدر جوړ شوے دے۔ د يو اين آئې راپور تر مخه د نتن نبين د اړخه د ګوند صدر عهده د سنبهالولو دستوره د هند په بايه تخت …
نتن نبين د هند واكمن ګوند بي جے پي د صدر چوكۍ سنبهال كړه

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔ 20 جنوري (اے پي پي) نتن نبين د هند واكمن ګوند بي جے پي د صدر عهده سنبهال كړه ۔ د يو اين آئې راپور تر مخه 45 كلن نتن نبين د بي جے پي تر ټولو لږ عمره صدر جوړ شوے دے۔ د يو اين آئې راپور تر مخه د نتن نبين د اړخه د ګوند صدر عهده د سنبهالولو دستوره د هند په بايه تخت نوي ډيلي كښې د ګوند په هيډ كوارټر كښې وشوه چې پكښې وزيراعظم نريندر مودي ٬ داخله وزير امت شا او دفاع وزير راجناته سنګه پشمول سينئر لارښودو ګډون وكړو۔ د نتن نبين تعلق د بهار ايالت څخه دے د چرته نه چې هغه 5 وارې د اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے دے ۔ هغه په بهار كښې د سترو لارو او د ښارونو د پرمختګ ٬ د هاوسنګ او د قانون و انصاف وزير پاتي شوے دے۔ د بي جے پي تللے صدر جے پي نډا نتن نبين له مباركي وركړې ده۔ د دې نه وړاندې د هند په 36 كښې 30 ايالتونو كښې د بي جے پي يونټس د خپلو صدورو ټاكنه وكړه او دغسې د اليكټورل كالج په شرط تر سره كېدو د مركزي صدر ټاكنه وكړې شوه۔










