وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د پرائم هاسپټل هيلتھ كيئر فيسلټي چيف ايګزيكټو آفيسر وليدل

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره ايوان صدر كښې د پرائم هاسپټل هيلتھ كيئر فيسلټي چيف ايګزيكټو آفيسر ډاكټر شهزاد شفيق موسوي ليدلي دي ٬ په دې موقع په ماشومانو كښې د كلب فټ په خاص توګه د سندھ په لرې پرتو سيمو كښې د علاج په اړه په جاري اقدامات بريفنګ وركړے شو ٬ د دې نه علاوه ډاكټر موسوي د كلب …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره ايوان صدر كښې د پرائم هاسپټل هيلتھ كيئر فيسلټي چيف ايګزيكټو آفيسر ډاكټر شهزاد شفيق موسوي ليدلي دي ٬ په دې موقع په ماشومانو كښې د كلب فټ په خاص توګه د سندھ په لرې پرتو سيمو كښې د علاج په اړه په جاري اقدامات بريفنګ وركړے شو ٬ د دې نه علاوه ډاكټر موسوي د كلب فټ څخه ځپلو ماشومانو لپاره د ويړيا تشخيص او جراحي علاج وركولو ٬ په خاص توګه د ميډيكل كيمپس تابيا او نړيوالو سرجيكل ډلو سره د مرستې پشمول د پي اېچ اېچ اېف د هلو ځلو په اړه په تفصيل سره خبر كړې شوه۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمېن آصفه بهټو زرداري ته د پروګرام دائره كار، د ماشومانو د ګرځېدو بحالي او د ځپلو ماشومانو د ژوند معيار كښې بهترۍ او دغې ته د پام كولو په اړه هم بريفنګ وركړے شٶ۔ دا خبره د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ د جاري بيان له مخې ډاكټر موسوي ووئيل د كلب فټ په څېر طبي اصطلاح ته ongenital Talipes Equinovarus (سي ټي اي وي) وئيلي شي كومه چې د زېږون په زيانونو كښې يو عام عارضه او په ماشومانو كښې د معذورۍ لرې كولو جوګه يو لوے سبب دے۔ ورومبۍ مېرمن خبر كړې شوه چې په وخت او د معاوضې نه غېر د مداخلت د لارې پي اېچ اېچ اېف كښې 1,621 نه زياتو د آٶټ پيشنټس معائنه كړې او د 252 ماشومانو كامياب علاج شوے كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې په وخت او منظم درملنه سره دا رنځ په بشپړه توګه د علاج وړ رنځ دے۔ وړومبۍ مېرمن په انساني همدردۍ اډانه د دې اقدام ستائنه وكړه او قابل تدارك او قابل علاج ماشومانو د معذورۍ مخه نيولو لپاره ئې د پرله پسې پام په اهميت زور راوړو۔ آصفه بھټو ووئيل په وخت تر طبي سهولتونو رسنه ماشومان د عزت او نتيجې وړ ژوند كولو جوګه كولو كښې پرېكنده كردار لوبوي۔ په دې موقع سينيټر شيري رحمان، د قامي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر او شازيه مري هم موجود وو۔

مزید خبریں