اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او ورلډ بينك شريكه مرسته تر نوې لوړې كچې ته د رسولو عزم پخلي سره په بېلو مهمو څانګو كښې ستراتېژك شراكتداري لا ژورو ته اتفاق كړے ۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا د جاري بيان له مخئ دا مرسته به د ورلډ بينك كنټري پارټنرشپ فريم ورك (سي پي اېف) 2026–2035 له مخې عملي كولې شي چې مقصد يې معاشي …
د پاكستان او ورلډ بينك شريكه مرسته تر نوې لوړې كچې رسولو له د عزم پخلے ٬ په بېلو مهمو څانګو كښې ستراتېژك شراكتداري لا ژورو ته اتفاق
اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او ورلډ بينك شريكه مرسته تر نوې لوړې كچې ته د رسولو عزم پخلي سره په بېلو مهمو څانګو كښې ستراتېژك شراكتداري لا ژورو ته اتفاق كړے ۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا د جاري بيان له مخئ دا مرسته به د ورلډ بينك كنټري پارټنرشپ فريم ورك (سي پي اېف) 2026–2035 له مخې عملي كولې شي چې مقصد يې معاشي پرمختګ كښې تندي، موثر واكمني او مالياتي خلا ډكول دي۔ دا پېشرفت په اسلام آباد كښې د اقتصادي چارو ډويژن وزير احد چيمه او د ورلډ بينك مېنځني ختيز٬ شمالي افريقه٬ افغانستان او پاكستان لپاره ريجنل نائب صدر عثمان ديون ترمېنځه د ملاقات په مهال رامخې ته شو۔ په ملاقات كښې د توان، غذائي تحفظ، زراعت، انفراسټركچر او ټرانسپورټ په څېر كليدي څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره تفصيلي خبرې هم وشوې۔












