د پاك چين زرعي سرمايه كاري كنفرنس په زرعي څانګه كښې د اوږدې مودې د اقتصادي مرستې قوي كولو بنياد اېښودے ۔ د غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن اعلان كولو سره د پاك چين زرعي سرمايه كاري كنفرنس په نتيجه كښې د پاكستان او چين كمپنو ترمېنځه په 76 مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوے چې مجموعي ماليت ئې نزدې 4.5 ارب ډالر دے٬ دا پېشرفت د پاكستان په زرعي او غذائي څانګو كښې د چين د سرمايه كارو د غېر معمولي …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن اعلان كولو سره د پاك چين زرعي سرمايه كاري كنفرنس په نتيجه كښې د پاكستان او چين كمپنو ترمېنځه په 76 مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوے چې مجموعي ماليت ئې نزدې 4.5 ارب ډالر دے٬ دا پېشرفت د پاكستان په زرعي او غذائي څانګو كښې د چين د سرمايه كارو د غېر معمولي باور عكاس دے٬ په پاك چين زرعي سرمايه كاري كنفرنس په زرعي څانګه كښې د اوږدې مودې د اقتصادي مرستې قوي كولو بنياد اېښودے شوے دے كوم سره چې به پاكستان سرمايه كارۍ لپاره چمتو او د مسابقتي هېواد په توګه رامخې ته شي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل سرمايه كارۍ لپاره دا پراخه او كوټلې لوظ يوازې د خبرو نه وړاندې كېدو سره عملي، په سرمايه كارۍ اډانه د مرستې پلو يو پرېكنده ګام دے۔ ده واضحه كړه چې كنفرنس د روايتي مباحث په ځاے نېغ په نېغه بزنس ټو بزنس مېچ مېكنګ، په هدفي څانګو كښې روابط او او منصوبه جاتي سرمايه كارۍ سهولت كارۍ لپاره ترتيب كړے شوے ٶ دغسې چې د عمل وړ نتيجې ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل وزارت د كنفرنس نه وړاندې بشپړه تياري كړې چې پكښې د پاكستاني صنعتي ادارو او د چين كمپنو سره منظم روابط شامل وو دغسې چې د سرمايه كارۍ تجويزونه د ماركيټ ضرورتونو، د جديد ټيكنالوجي تقاضو او د قامي ترجيحات سره سم كېدے شي٬ د دې په نتيجه كښې لس مهمو زرعي او په ذيلي څانګو كښې د سرمايه لوظنامې وشوې چې پكښې فوډ پروسيسنګ او ويليو ايډيشن، ايګري ټيكنالوجي، تخم او د بوټو تحفظ، لائيوسټاك او ډيري، غوښه او پولټري، ميوو او د سبزو، فشريز او آبي زراعت، اينيمل فيډ، د بعد از برداشت انفراسټركچر او زرعي مداخل شامل دي۔

مزید خبریں