سېنېټ د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ او نېشنل ټيرف کمېشن ترميمي بلونه په متفقه توګه منظور کړل

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)سېنېټ د نهي په ورځ د دوه بلونه ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ (ترميمي) بل 2026 او نېشنل ټيرف کمېشن (ترميمي) بل 2026 په متفقه توګه منظور کړې دي۔د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د تجارت وزير د اړخه دواړه بلونه ايوان ته وړاندې كړل۔ايوان د شق وار غور و خوض نه پس د بلونو منظوري وركړه۔دې څخه وړاندې د قانون وزير د …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)سېنېټ د نهي په ورځ د دوه بلونه ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ (ترميمي) بل 2026 او نېشنل ټيرف کمېشن (ترميمي) بل 2026 په متفقه توګه منظور کړې دي۔د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د تجارت وزير د اړخه دواړه بلونه ايوان ته وړاندې كړل۔ايوان د شق وار غور و خوض نه پس د بلونو منظوري وركړه۔دې څخه وړاندې د قانون وزير د سېنېټ قواعد کار و ضابطه اخلاق 2012 قاعدہ 263 ترمخه يو تحريك وړاندې كړو د كوم د لارې چې د قاعدہ 120 ترمخه د نوټس مودې شرط څخه د استثنا وركولو خواست شوے ؤ دغسې چې د قامي اسمبلۍ څخه منظور شوې ايجنډا نمبرز 6 تا 9 په درج شوو بلونو سمدستي توګه غور وكړے شي۔بل خوا د قانون وزير ووئېل د قامي صحت خدمات، ضوابط و همغږۍ وزير سيد مصطفيٰ کمال د اړخه د پاکستان نرسنګ اينډ مډ وائفري کونسل آرډيننس 2025 (آرډيننس نمبر IX آف 2025) سېنېټ كښې وړاندې شوے كوم چې د دستور اسلامي جمهوريه پاکستان آرټيکل 89 شق (2) ترمخه لازم دے۔

مزید خبریں