ډھاکه ۔20جنوري (اے پي پي ) د بنګله دیش په کاکس ښار بازار سيمه یوکھیا كښې د روهنګیا کیمپ لمبر 16 كښې د اوور لګېدو څخه 448 پناہ ګاهونه ، 2 جماعتونه ، 10 سکولونه او يوه مدرسه په بشپر توګه سوځېدلې۔ د ډھاکه ټریبیون ترمخه دا اوور د نهې په ورځ سهار نزدې په 3 بجې او 45 منټه د پالونګ کھالي یونین د شفیع اللہ کاټا سيمه كښې …
بنګله دیش، روهنګیا کیمپ كښې د اوور لګېدو څخه 448 پناہ ګاہ ، 2 جماعتونه ، 10سکولونه وسوځېدل

مزید خبریں
ډھاکه ۔20جنوري (اے پي پي ) د بنګله دیش په کاکس ښار بازار سيمه یوکھیا كښې د روهنګیا کیمپ لمبر 16 كښې د اوور لګېدو څخه 448 پناہ ګاهونه ، 2 جماعتونه ، 10 سکولونه او يوه مدرسه په بشپر توګه سوځېدلې۔ د ډھاکه ټریبیون ترمخه دا اوور د نهې په ورځ سهار نزدې په 3 بجې او 45 منټه د پالونګ کھالي یونین د شفیع اللہ کاټا سيمه كښې د کیمپ په ډي -4 بلاک كښې ولګېد ۔ د ابتدائي اطلاعات تر مخه د کیمپ يو استوګن محمد انیس د شپې نا وخته په 2:45 د ګاز په نغري اوبه كیښودلې او بيا اووده شو ۔ د نغري بل پاتي كېدو څخه اور لمبه وكړه او په بيړه تر نزدې پناہ ګاهونو خپور شو ۔دا اوور چې د شپې نا وخته لګېدلے ؤ تر نورو ځايونو خپور شو او په کیمپ كښې يره ترهه رامخې ته شوه ۔ د پیښې په اطلاع د اوکھیا فائر سروس او سول ډیفنس 2یونټس سمدستي ورسېدل او د روهنګیا رضاکارو په مرسته يې د اوور مړ كولو کارروائي پېل كړه او نزدې د دوو ساعتو د هلو ځلو نه پس په اوور قابو وموندلے شو ۔ د اوکھیا فائر سروس اینډ سول ډیفنس سټیشن آفیسر ډالر تری پورہ د پیښې تصدیق سره ووئېل په وخت كاروائۍ سره اوور نور خپور نه شو ٬ د فائر کیمپ لمبر 16 ډي بلاک د کمیونټي لیډر محمد ریاض تر مخه د اوور څخه ډېر زيان شوے ،448 پناہ ګاه، 2 جماعتونه ، 10 سکولونه او يوه مدرسه په مکمل توګه سوځېدلې دي ۔ د مالي زيانونو په سمدستي توګه اندازہ نشي كېدې ۔ ۔ واضحه دې وي د دې نه وړاندې تېر كال په 26 دسمبر کیمپ نمبر 4 كښې د اوور څخه يو روغتون تباہ شوے ؤ او د 25 دسمبر په شپه د کتوپالونګ رجسټرډ روهنګیا کیمپ كښې د اوور څخه د 10 نه زيات كسان ځپلې شوي وو ۔










