د پاکستان په سوډان كښې د جنګ خاتمې لپاره په سفاتي هلو ځلو تندولو زور

ملګري ملتونه 20 جنوري (اے پي پي) پاکستان په سوډان كښې د حريف پوځي ډلو ترمېنځه روان او د خپرېدونكې جنګ خاتمې لپاره د سفارتي هلو ځلو تجديد، د خنډ نه غېر د بشري مرستې رسنې او په سوډاني قيادت كښې د سياسي عمل په بحالۍ زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د سلامتي کونسل په غونډه كښې د وېنا په مهال …

ملګري ملتونه 20 جنوري (اے پي پي) پاکستان په سوډان كښې د حريف پوځي ډلو ترمېنځه روان او د خپرېدونكې جنګ خاتمې لپاره د سفارتي هلو ځلو تجديد، د خنډ نه غېر د بشري مرستې رسنې او په سوډاني قيادت كښې د سياسي عمل په بحالۍ زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د سلامتي کونسل په غونډه كښې د وېنا په مهال ووئيل دا شخړه كوم پوځي حل نه لري ٬ دا غونډه د سوډان په دار فور سيمه كښې په سنګين صورتحال غور لپاره تابيا كړې شوې وه۔عثمان جدون ووئيل پاکستان به د مکالمې او سفارتکارۍ مرسته روانه ساتي او د سوډان خپلواكۍ، وحدت او د سيمه ايز سالميت د احترام د عزم پخلے كوي

مزید خبریں