د قومي اسمبلۍ غونډه،غړو د کراچۍ په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه،سباؤن كښې د داسې پېښو مخنيوي له كوټلي اقدامات او د كراچۍ پېښې د جوډيشل تحقيقات او د ذمه وارو په ګوته کولو غوښتنه

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې غړو د کراچۍ په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه،سباؤن كښې د داسې پېښو مخنيوي له كوټلي اقدامات او د كراچۍ پېښې جوډيشل تحقيقات او د ذمه وارو په ګوته کولو غوښتنه كړې ده ۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كراچۍ په پېښه او …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې غړو د کراچۍ په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه،سباؤن كښې د داسې پېښو مخنيوي له كوټلي اقدامات او د كراچۍ پېښې جوډيشل تحقيقات او د ذمه وارو په ګوته کولو غوښتنه كړې ده ۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كراچۍ په پېښه او هېواد كښې د ترهه ګرۍ او امن وامان په صورتحال بحث كښې د پي پي پي سيده شهلا رضا ووئيل د کراچۍ پېښه يوه لويه پېښه ده،په دې معامله د سياست کولو په ځاے سنجيدګۍ سره دې ته د كتلو حاجت دے چې څه وجه وه چې د کيميکلز باوجود په اوور قابو نه مودندلے كيږي،پلازه كښې 1021 دکانونه وو او په 1998ء كښې پكښې د نورو 179دکانونو جوړولو پريكړه شوې وه او بيا په 2003ء كښې ريګولرائز کړے شوي وو ،هغه وخت د سندھ حکومت او ښار حکومت چا سره ؤ ،دا ټولو ته معلومه ده۔ده ووئيل كله چې دا پېښه رامخې ته شوه نو دکاندار پخپله ټي وي چينلز ته وئيل چې 26 كښې 24 ايګزټ پوائنټس بند وو،دي ووئيل ريسکيو،فائربريګيډ او نوره عمله په وخت رسيدلې وه ،150 واټرټينك هلته رسيدلي وو ،ايم اے جناح روډ د ټريفك په وجه هم مشکلات سره مخ وو ،کراؤډ منيجمنټ ښه نه وو، د کے ايم سي يو فائرفائټر شهيد شوے۔دي ووئيل کيلي فورنيا او سوئټزرلينډ كښې هم د اوور له امله انساني زيان شوے ؤ،دغسې د لاهور حفيظ سينټر كښې هم اوور لګيدلے ؤ۔دي ووئيل سندھ يواځنۍ صوبه ده چرته چې بلدياتي ادارو خپله موده پوره كړې، اصلاحات پكار دي او ځائي حکومتونه هم پكار دي خو نن په دې موقع دا ډول خبري كول نه دي پكار۔اسد قيصر په دې مهال ووئيل مونږ ګڼو بايد په نېشنل ايکشن پلان عمل درآمد اوشي،زمونږ ګوند په دې پلان كښې شامل دے،مونږ ترهه ګري ناسور كڼو او دې هغې بشپړه خاتمه غواړو۔ده ووئيل د آئین او قانون له مخې د این ایف سي ترمخه صوبو له بايد د هغوي جائز فنډز وركړے شي،این ایف سی ترمخه خېبر پښتونخوا له 647 اربه روپۍ نه دي وركړې شوي۔ده ووئيل پی اېس ډي پي كښې د ټولي صوبې لپاره 55 کروړه روپۍ اېښودلې شوي، پخواني فاټا ضلعو لپاره د يو زر اربه روپو اضافی فنډز لوظ شوے ؤ خو په هغې عمل درآمد نه دې شوے۔ده د افغانستان سره معاملات د سفارتی ذرائعو څخه د حل کولو غوښتنه وكړه۔ده د کراچۍ ګل پلازہ په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل کراچۍ كښې د اوبو پشمول د نورو مسئلو حل له دې سنجیدہ اقدامات وكړے شي۔شهریار آفریدی په بحث كښې ووئيل کراچۍ كښې چې څه هم شوي هغې څخه د انسانی ځان او مال تحفظ په اړه پوښتني پورته كيږي ،18م ترمیم نه پس پي ډي ايم اے د صوبو نګرانۍ كښې دے،مونږ د بلدیه ټاؤن پېښو څخه زدكړه نه ده كړي،دې سره د وګړو زيان كيږي۔نورعالم خان ووئيل کراچۍ او په ترهه ګرۍ عملي اقدامات ته اړټيا ده،هېواد كښې د امن نه پس ترهه ګر د تحریك انصاف په دور كښې راوستلې شوي، پاکستان كښې مېشته پښتانه پاکستانیان دي او زمونږ پېژنګلي پاکستان دے،افغانستان خو مونږ د رنجیت سنګھ او انګریزانو په رحم و كرم پرېښودلې وو،زموڼږ صوبه بجلی، تیل و ګیس او معدنیات لري مونږ له دې خپل حق راكړے شي، ده ووئېل د ترهه ګرۍ په اړه بايد متفقه تګلاره اختيار كړې شي۔علی محمد خان ووئيل کراچۍ پېښه د افسوس وړ ده او بايد په دې اړه سياست ونه كړے شي او د سیاسی پوائنټ سکورنګ په ځاے دې څخه زدكړي ته اړتيا ده، په بلډنګ کوډز كار كولو ته اړتيا ده،بايد د دې پېښې جوډیشل انکوائری وكړې شي۔

مزید خبریں