اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان څلور كاله پس نړيوال بانډ مارکيټ كښې راستنيدو له چمتو دے،د اصلاحات په لاره به قائم پاتي كيدل وي ځكه چې هم دغه د كوټلي پرمختګ يواځنۍ لاره ده۔ده دا خبره د بلوم برګ سره مركه كښې وكړه۔د خزاني وزير ووئيل حکومت به راروانو څو اوونو كښې د مالي صلاحكارو انتخاب …
پاکستان څلور كاله پس نړيوال بانډ مارکيټ كښې راستنيدو له چمتو دے،د اصلاحات په لاره به قائم پاتي كيدل وي۔د خزاني وزير محمد اورنګزيب بلوم برګ سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان څلور كاله پس نړيوال بانډ مارکيټ كښې راستنيدو له چمتو دے،د اصلاحات په لاره به قائم پاتي كيدل وي ځكه چې هم دغه د كوټلي پرمختګ يواځنۍ لاره ده۔ده دا خبره د بلوم برګ سره مركه كښې وكړه۔د خزاني وزير ووئيل حکومت به راروانو څو اوونو كښې د مالي صلاحكارو انتخاب لپاره تجويز ورکوي، حکومت د دې خبري جاج اخلي چې ډالر، يورو يا اسلامي سکوك بانډ جاري کړی شي،دې سره سره پاکستان ډير زر د خپل تاريخ وړومبے پانډا بانډ هم معارفي كولو له چمتوالے نيسي ۔د خزاني وزير ووئيل پاکستان د معاشي استحکام په ميدان كښې مهمي كامياببۍ ترلاسه كړي،ګرانۍ ، شرح سود، مالي خساره او کرنټ اکاؤنټ پشمول ټولي معاشي اشاريسې په سم پلو رواني دي۔ده ووئيل د زرمبادلې پانګي تر جون د درېو مياشتو د درآمدات لپاره پورا دي ،كوم چې نړيوال معيار ګڼلے كيږي،په روپۍ سمدستي فشار نشته،ځكه چې د ادائيګيو توازن ښه شوے، ترسيلات زر زيات شوي او د خدمات برآمدات زياتيږي۔ ده ووئېل روپۍ د تير يو نيم كال څخه مستحکمه ده۔ د خزاني وزير ووئيل د معاشي استحکام سره سره د اوږدې مودې راهسې د التوا ښکار اصلاحات هم كيږي،چې پكښې د سرکاري ادارو نجکاري او ټيکس نيټ پراخه كول شامل دي۔ ده ووئېل قامي ايئرلائن تيره مياشت خرڅ شوے دے۔ اوس حكومت د نيويارك روزويلټ هوټل كښې خپله برخه خرڅولو،د لويو هوائي ميدانونو انتظامات آؤټ سورس کولو او نزې دوه درځنه سرکاري ادارو په نجکارۍ غور كوي۔ده واضحه كړه چې د حکومت پام لرنه په برآمدات اډانه پرمختګ دے دغسې چې په درآمدات د انحصار په وجه بيا بيا د پيدا شوو ادائيګيو بحران څخه بچ شوو۔ د خزاني وزير ووئيل مونږ له به د اصلاحات په لاره قائم پاتي كديدل وي، ځكه چې هم دغه د كوټلي پرمختګ لاره ده۔بل خوا بلوم برګ په خپله تبصره كښې ووئيل پاکستان د څلورو كالو دمې نه پس بيا نړيوال بانډ مارکيټ ته تللو له چمتوالې نيسي او دې اقدام څخه ظاهره شوه چې د هېواد په معيشت كښې استحکام راغلے دغسې څو كاله وړاندې پاکستان ډيفالټ کيدو ته نزدے ؤ۔











