د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چين پلاوي ملاقات، دوه اړخيزه معاشي مرستي ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چين پلاوي د نهي په ورځ ملاقات كړے٬ په دې مهال دوه اړخيزه معاشي مرستي ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د صنعت و پيداوار وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې په خاص توګه برآمدات، مينوفيکچرنګ، مائننګ، معدنيات او قامي صنعتي پاليسيو باندې خبرې اترې شوي۔ملاقات …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چين پلاوي د نهي په ورځ ملاقات كړے٬ په دې مهال دوه اړخيزه معاشي مرستي ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د صنعت و پيداوار وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې په خاص توګه برآمدات، مينوفيکچرنګ، مائننګ، معدنيات او قامي صنعتي پاليسيو باندې خبرې اترې شوي۔ملاقات كښې منسټر کونسلر يانګ ګوانګ يوان، چائنا چيمبر آف کامرس پاکستان څخه ويرا لو، وزيراعظم د چين لپاره کوآرډينيټر ظفرالدين او د صنعت و پيداوار سيکرټري سېف انجم ګډون وكړو ۔ د خبرو اترو په مهال دواړه اړخه د پاکستان برآمدات زياتولو ، مينوفيکچرنګ سيکټر قوي كولو او كوټلي پاليسيو او په وخت عملدرآمد د لارې مائننګ، معدنيات او قيمتي كاڼو پراخه صلاحيت څخه په ګټه پورته كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان د صنعتي انقلاب پلو روان دے،د صنعتي پرمختګ بحالي او برآمدات ودې لپاره د وزيراعظم وژن له مخې يوه كوټلي قامي صنعتي پاليسي جوړه شويې۔ده په دې خبره زور راوړو چې جيم سټونز او معدنيات كښې سرمايه کارۍ ته حكومت پام لرنه كوي او د معدنيات و قيمتي كاڼو برآمدات په اربونو ډالر ګټلے شي۔ده ووئيل وزيراعظم د چين سرمايه کارو له ټول ممکنه سهوليات او د مراعات وركولو سپارښتنه كړې۔هارون اختر خان پلاوي خبر كړو چې د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مهال ترسره شوو ټولو لوظنامو او مفاهمتي يادداښتونو (ايم او يوز) باندې عملدرآمد كيږي دغسې د هغه لوظنامو نګرانۍ او په وخت بشپړولو لپاره خاص کمېټۍ هم جوړي شوې۔د چين پلاوي د دې خبري اعتراف وكړو چې پاکستان قدرتي وسائل لري او بېلو څانګو كښې په زړه پوري صلاحيت لري۔ده ووئيل د مينوفيکچرنګ ودې او كوټلي پاليسۍ جوړولو او عملدرآمد د لارې پاکستان خپل برآمدي صلاحيت زياتولې شي۔

مزید خبریں