د پاكستان او اسلامي پرمختيائي بنك ترمينځه د 603 ملین ډالر 3 لوظنامې لاس ليك شوې

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) د پاكستان او اسلامي پرمختيائي بنك ترمينځه نزدې د 603 ملین امریکائي ډالر درې لوظنامې لاس ليك شوې۔ دا لوظنامې د اېم-6 سکھر حېدرآباد موټروے منصوبې، د زيات بې وزله او سېلاب ځپليو كورنيو بې وزلۍ څخه د خلاصولو منصوبې او په آزاد جمو و کشمیر كښې سكولونو څخه د بهر كوچينانو سكولو ته د راوستلو منصوبې مالي مرستې لپاره وكړې شوې۔ د اقتصادي چارو ډويژن …

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) د پاكستان او اسلامي پرمختيائي بنك ترمينځه نزدې د 603 ملین امریکائي ډالر درې لوظنامې لاس ليك شوې۔ دا لوظنامې د اېم-6 سکھر حېدرآباد موټروے منصوبې، د زيات بې وزله او سېلاب ځپليو كورنيو بې وزلۍ څخه د خلاصولو منصوبې او په آزاد جمو و کشمیر كښې سكولونو څخه د بهر كوچينانو سكولو ته د راوستلو منصوبې مالي مرستې لپاره وكړې شوې۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې دا لوظنامې په اسلام آباد كښې د اعلی كچې مذاكراتو څخه وروستو وكړې شوې په كومو كښې چې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چآمه او د سلامي پرمختيائي بنك نائب صدر ډاكټر رامي احمد په مشرۍ كښې د بنك پلاوې شامل و۔ په منصوبه جاتي لوظنامو لاس ليك د اسلامي پرمختيائي بنك نائب صدر ډاكټر رامي احمد او د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري وكړو۔ د لوظنامو له مخې اسلامي پرمختيائي بنك به د اېم-6 سکھر حېدرآباد موټروے منصوبې لپاره 475 ملین ډالر ٬ د بې وزله او سېلاب ځپليو كورنيو بې وزلۍ څخه د خلاصي منصوبې له 118.4 ملین ډالره د مرستې په توګه وركوي۔ دا منصوبه به په 25 ضلعو كښې نافذ كولې شي۔ د يوې بلې لوظنامې له مخې په آزاد جمو وكشمير كښې سكولونو څخه د بهر كوچنيانو سكولونو ته د راوستلو منصوبې له به اسلامي پرمختيائي بنك 10 ملین ډالر وركوي۔ دې سره به نزدې 60 زره كوچنيان سكولونو ته بېرته راوستلې شي او 4000 استاذان به تربيه كولې شي۔ وفاقی وزیر پاكستان لپاره په پرله پسې مرسته كولو كولو د اسلامي پرمختيائي بنك مننه وكړه

مزید خبریں