د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د انډونیشین سفیر چندرا وارسینانټو سوکتجو سره ملاقات٬ د تجارت او سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت پاكستان كښې د انډونيشيا سفير چندرا وارسینانټو سوکتجو سره تفصيلي ملاقات وكړو په كوم كښې چی د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او شعبه جاتي مرستې ته د ودې وركولو جاج واغستلے شو۔ د ملاقات په مهال د تجارت وفاقي وزير سفير د پاكستان د بدلېدونكي تجارتي …

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت پاكستان كښې د انډونيشيا سفير چندرا وارسینانټو سوکتجو سره تفصيلي ملاقات وكړو په كوم كښې چی د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او شعبه جاتي مرستې ته د ودې وركولو جاج واغستلے شو۔ د ملاقات په مهال د تجارت وفاقي وزير سفير د پاكستان د بدلېدونكي تجارتي تګلارې په اړه خبر كړو په كومه كښې چې د وريژو برآمدات ته خاص پام لرنه كېږي ۔ ده ووئيل پاكستان په نړيواله كچه د اعلی معيار وريژو لويې برآمد كونكے هېواد دے بياهم په نړيوال ماركيټ كښې د بيعو فشار او د لويو هېوادونو د پالېسيو لاس وهنې له امله مسابقتي چېلنجونو سره مخ دے۔ جام کمال خان د انډونيشيا په شمول ټاكلو همكارانو هېوادونو سره د اوپن ماركيټ او حكومت څخه تر حكومت (جی ټو جی )فرېم ورک لاندې د مرستې تجويز وركړو او په وريژو كښې يۍ د پاکستان۔انډونیشیا همكارۍ فرېم ورك په بحالۍ زور راوړو۔ د انډونیشیا سفیر د پاكستان د وړاندېزونو هركلي كولو سره باور وركړو چې وريژو ٬ همكارۍ ٬ د كركيلې منډۍ ته لاس رسنې او تجارتي سهولت كارۍ سره اړوندې چارې به جكارته ته رسولې شي۔ دواړو اړخونو د مشتركه تجارتي او پرمختيائي كمېټۍ زر تر زره په جوړولو ٬ د تجارتي فورمز او ورچوئل مشاورت د لارې د رابطو په زياتولو اتفاق وكړو۔ دواړو د ملګرتيا اړيكې په كوتلې اقتصادي نتيجو بدلولو ل د عزم پخلے هم وكړو

مزید خبریں