په قامي بيانيه او ترهګرۍ د ابهام پيدا كولو به اجازه ورنه كړې شي٬ د اېن اېف سي له مخې د كال 2010 څخه تر نومبر كال 2025 خېبر پښتونخوا ته 5 زره 867 اربه روپۍ وركړې شوي۔ داخله طلال چوهدري

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي په قامي بيانيه او ترهګرۍ د ابهام پيدا كولو به اجازه ورنه كړې شي ٬ د اېن اېف سي له مخې د كال 2010 څخه تر نومبر كال 2025 خېبر پښتونخوا ته 5 زره 867 اربه روپۍ وركړې شوې دي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اسد قيصر لخوا د پورته …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي په قامي بيانيه او ترهګرۍ د ابهام پيدا كولو به اجازه ورنه كړې شي ٬ د اېن اېف سي له مخې د كال 2010 څخه تر نومبر كال 2025 خېبر پښتونخوا ته 5 زره 867 اربه روپۍ وركړې شوې دي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اسد قيصر لخوا د پورته كړو نكاتو وضاحت سره ده ووئيل خپلو وېناګانو كښې دوي غېر پارلماني الفاظ استعمال كړې دي، د نېشنل ايکشن پلان له مخئ په 20 نکات كښې زياتره صوبو له پورا كول وو٬ په دې معامله د شرېكې غونډې رابللو د تجويز زه ملاتړ كوم٬ د اېن اېف سي له مخې د كال 2010 څخه تر نومبر كال 2025 خېبر پښتونخوا ته 5 زره 867 اربه روپۍ وركړې شوې دي٬ د اضافي معاونت له مخې پخوانۍ فاټا ته 704 اربه روپۍ وركړې شوي٬ پخوانۍ فاټا سره چې كوم لوظونه شوي په ھغې وزيراعظم كميټې جوړ ه كړې چې پكښې ټول ګوندونه شامل كړې شوي ٬ دې كمېټۍ ته هم دوي رانغلل۔ ده ووئيل د صوبې وزيراعلې خپله صوبه كښې دومره دورې نه دې كړي څومره چې يې نورو صوبو ته كړي ، مونږ د ګرد هېواد مفادات لپاره د ګډې غونډې پشمول هر ډول خبرو ته چمتو يو خو په قامي بيانيه او د ترهګرۍ د ابهام پيدا كولو به اجازه ورنه كړې شي ۔

مزید خبریں