اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) سياسي چاور لپاره د وزيراعظم سلاحكار سينيټر رانا ثناء الله وئيلي دي پاکستان كښې د سياسي مسئلو، انتخابي شخړو او په نظام كښې د موجوده كمزوريو حل يوازې پارلمان او د سياسي مكالمې د لارې ممكن دے، سياست مدارو له پكار دي چې په يو بل د تورونو لګولو په ځاے په ګډه انتخابي نظام ښه كولو لپاره سنجيده خبرې وكړي۔ د سينيټ …
د سياسي مسئلو، انتخابي شخړو او په نظام كښې د شته كمزوريو حل يوازې پارلمان او د سياسي مكالمې د لارې ممكن دے۔ رانا ثناء الله

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) سياسي چاور لپاره د وزيراعظم سلاحكار سينيټر رانا ثناء الله وئيلي دي پاکستان كښې د سياسي مسئلو، انتخابي شخړو او په نظام كښې د موجوده كمزوريو حل يوازې پارلمان او د سياسي مكالمې د لارې ممكن دے، سياست مدارو له پكار دي چې په يو بل د تورونو لګولو په ځاے په ګډه انتخابي نظام ښه كولو لپاره سنجيده خبرې وكړي۔ د سينيټ په غونډه كښې د وېنا په مهال رانا ثناء الله ووئيل په هېواد كښې په كېدونكي نزدې هر اليکشن اعتراضونه كېږي٬ خواه كه ھغه د كال 2018 وي٬ يا 2013 يا د دې نه وړاندې انتخابات٬ د دواړو اړخونو څخه د ټګۍ نورونه لګي ٬ د كومې نه چې دا ثابېږي چې زمونږ انتخابي نظام داسې نه دے چې پرې بشپړ باور وكړے شي۔ ده ووئېل كه مونږ يوازې د انتخابات خبرې كوٶ نو پرمختګ به ونه كړے شو۔











