اوس د امن سوچ نه كوم، د امریکې صدر په ګرین لینډ قبضه د نوبیل انعام سره وټړله

واشنګټن۔20جنوري (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په ګرین لینډ قابو تر لاسه كولو كمپائن د نوبیل امن انعام سره تړلو كښې ووئېل هغه اوس د امن په اړه سوچ نه كوي ۔ د برطانیي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د جزیرې په حقله د امریکائي صدر ارادو څخه شخړه رامخې ته شوې ده او د اروپا سره د تجارتي جنګ خطرې پیدا شوي دي ۔ په …

واشنګټن۔20جنوري (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په ګرین لینډ قابو تر لاسه كولو كمپائن د نوبیل امن انعام سره تړلو كښې ووئېل هغه اوس د امن په اړه سوچ نه كوي ۔ د برطانیي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د جزیرې په حقله د امریکائي صدر ارادو څخه شخړه رامخې ته شوې ده او د اروپا سره د تجارتي جنګ خطرې پیدا شوي دي ۔ په يوه مركه كښې چې كله د امریکې صدر نه پوښتنه وشوه چې آيا هغه به د ګرین لینډ قبضه كولو لپاره پوځ استعمالوي نو هغه د دې ځواب وركولو څخه انکار کښې يو ځل بيا دا عزم ياد كړو چې كه لوظنامه ونه شوه نو اروپائي هېوادونه د ټیرف ښكار كېدے شي ۔ صدر ټرمپ د ناټو غړي ډنمارک نه د ګرین لینډ اختیار تر لاسه كولو لپاره د فشار سلسله لا زياته کړې ده ٬ د كومې نه پس چې اروپائي ائتلاف هم ځوابي اقدام لپاره چمتوالي نيولو ته مجبور شوے دے ۔ دې شخرې څخه د ناټو اتحاد ته شدید خطرې راپیدا شوي دي كوم چې د څو لسيزو نه د لوديزو هېوادونو سلامتیا محفوظ ساتلې او كوم چې د وړاندې نه د یوکرین جنګ له امله فشار سره مخ دے او د صدر ټرمپ دې اعلان دا پریشاني زياته كړې ده چې پكښې وئېلې شوي دي د اروپائي اتحادیانو به په جنګونو كښې ملګرتيا تر هغې نه كېږي تر څو چې هغه دفاعي خرڅونه زيات نه كړي ۔صدر ټرمپ دړكې څخه د اروپا په صنعتي څانګه شدید فشار راغلے او هغوي په معاشي منډیانو كښې د مسائل سره مخ دي ۔

مزید خبریں