بيجنګ 20 جنوري (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي سره ملاقات كړے چې پكښې د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د چين په دوره د پارليماني پلاوي غړي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د پاك چين په ستراتېژكي شراكتدارۍ٬پارليماني رابطو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي سره ملاقات

مزید خبریں
بيجنګ 20 جنوري (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي سره ملاقات كړے چې پكښې د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د چين په دوره د پارليماني پلاوي غړي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د پاك چين په ستراتېژكي شراكتدارۍ٬پارليماني رابطو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان د چين سره پخپله ملګرتيا فخر كوي٬پاك چين ملګرتيا په شريك احترام او باور اډانه ده۔د دواړو هېوادونو اولس د يو بل سره ملګرتيا او خپلولي لري٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر د پاك چين پارليماني رابطو ودې او پارليماني فرينډ شپ ګروپس په لا فعالولو زور راوړو۔ده ووئيل په 75 كلونو اډانه ملګرتيا په شريك احترام اډانه ده۔پاك چين پارليماني او سفارتي اړيكې د نړۍ لپاره مثال ده ۔د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه د ټولې سيمې لپاره ګيم چينجر حېثيت لري۔ده د پاك چين سفارتي اړيكو په 75 كلونو پوره كېدو او د د دوه اړخيزه ملګرتيا لا قوي كولو عزم پخلي سره ووئيل د چين صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې چين تندۍ سره د پرمختګ منزلونه ترلاسه كړي۔سپيكر سردار اياز صادق د ايم پي سي چيئرمېن ژاؤ ليجي د اړخه د پاكستاني پلاوي په هركلي او مېلمستيا كولو مننه وكړه۔سپيكر د نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن له د پاكستان دورې بلنه وركړه۔د نېشنل پيپلز كانګريس چيئرمېن ژاؤ ليجي د سپيكر سردار اياز صادق د چين په اړه تاثرات ستائېلو سره ووئيل چين د پاكستان سره د ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ده د سپيكر سردار اياز صادق د دواړو هېوادونو پارليمانونو كښې رابطو ته د لا ودې وركولو تجويز سره اتفاق وكړو او سيمه كښې كوټلې امن لپاره يې د پاكستان كردار وستائېلو۔











