د ايم كيو ايم په قامي اسمبلۍ كښې ډپټي پارليماني ليډر فاروق ستار د كراچۍ پېښه د قامي پېښې ګرځولو غوښتنه

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)د متحده قومي موومنټ(ايم كيو ايم) په قامي اسمبلۍ كښې ډپټي پارليماني ليډر فاروق ستار د كراچۍ پېښه د قامي پېښې ګرځولو غوښتنې سره ووئېل په ګل پلازه كښې تراوسه 80 كسان بې دركه دي٬ 40 وګړي په حق رسېدلي ٬د سندھ ګورنر كامران ټيسوري ټوله شپه د ګل پلازې په خوا كښې ؤ ٬د هغه په هڅو په يوه برخه كښې د نيوي …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)د متحده قومي موومنټ(ايم كيو ايم) په قامي اسمبلۍ كښې ډپټي پارليماني ليډر فاروق ستار د كراچۍ پېښه د قامي پېښې ګرځولو غوښتنې سره ووئېل په ګل پلازه كښې تراوسه 80 كسان بې دركه دي٬ 40 وګړي په حق رسېدلي ٬د سندھ ګورنر كامران ټيسوري ټوله شپه د ګل پلازې په خوا كښې ؤ ٬د هغه په هڅو په يوه برخه كښې د نيوي په مرسته قابو موندلے شوے او 20 وګړي په حفاظت سره بهر راويستلے شوي۔ايم كيو ايم د كراچۍ بچ كولو كمپائن پېل كړے٬مونږ ټولو له به په ګډه كراچۍ د دې ډول پیښو څخه ساتلل وي٬ ده ووئېل دا د تشويش وړ خبره ده چې په 100 فائر بريګيډز كښې د 10 نه تر 15 داسې دي كوم چې چلېږي۔ده ووئيل په نيويارك كښې 400 دغسې د پرمختګ كوونكو هېوادونو په لويو ښارونو كښې 300 څخه زياتې د مرستې ادارو سټېشنې شته او د هغې په مقابل كښې په كراچۍ كښې 25 سټېشنې دي۔ده ووئيل دا وخت هم په كراچۍ كښې 275 تجارتي مركزونه د سيفټي په معيار پوره نه دي٬قامي اسمبلۍ كښې د كراچۍ په پیښه بحث پېل كولو سره فاروق ستار ووئيل كراچۍ قامي خزانه كښې 65 او صوبائي خزانه كښې تر 95 فيصده ريونيو وركوي خو په كراچۍ كښې په دغه تناسب سره سرمايه كاري نه كيږي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې وګړو ته د څښكلو اوبه نه ترلاسه كيږي٬د 14 كلونو راهيسې د كے فور منصوبه د جاګيردارو په قبضه كښې ده كومه چې اوس مونږ پېل كړه ۔ډېر زر به د كراچۍ وګړو ته دغې منصوبې څخه د څښكلو پاكې اوبه ترلاسه شي۔ده اپيل وكړو چې د ګل پلازې بيا جوړولو ٬د زيانونو ازالې لپاره دې د كراچۍ چيمبرز او سوداګر تنظيمونه د سټيك هولډرز په توګه په ګډه كار وكړي۔

مزید خبریں