اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي په اسلام آباد كښې د (پيپر مل) ګل توت اوني ځائې نه دي۔دغه اونې د 1970 په لسيزه كښې اسلام آباد زر تر زره شين جوړولو لپاره بهر هېواد څخه په راوړلو لګولې شوې وي ، دغسې هغه وخت د هغې په صحت مضر اثرات په اړه كوم تحقيق موجود نه ؤ ۔د …
په اسلام آباد كښې د ګل توت اوني ځائي نه دي۔طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي په اسلام آباد كښې د (پيپر مل) ګل توت اوني ځائې نه دي۔دغه اونې د 1970 په لسيزه كښې اسلام آباد زر تر زره شين جوړولو لپاره بهر هېواد څخه په راوړلو لګولې شوې وي ، دغسې هغه وخت د هغې په صحت مضر اثرات په اړه كوم تحقيق موجود نه ؤ ۔د نهي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل د 1990 لسيزه كښې دا خبره رامخې ته شوې چې اسلام آباد كښې الرجي، پولن الرجي او دمې زيات شوي کيسز بنيادي وجه د ګل توت اوني دي۔په دغه تناظر كښې كال 2024 كښې د دغه اونو وهلو عمل پېل شوے،دغسې د ازخود نوټس د لارې د سپريم کورټ آف پاکستان د هغه وخت چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ په سپارښتنه ، د اونو وهلو عمل ودرولے شوے ؤ ۔ ده ووئېل دغې نه پس د سپريم کورټ په سپارښتي له مخې جوړ شوي کمېشن په متفقه توګه سفارش کړے چې د ګل توت اونو وهل د صحتِ عامه لپاره ضروري ده۔ کمېشن رپورټ نه پس د اونو وهلو عمل بيا پېل شوے چې په نتيجه كښې يې نزدې 26 زره اوني وهلې شوي۔وفاقي وزير په ډاګه كړه چې حکومت د يوې اوني په ځاے د درېو اونو نالولو هدف مقرر کړے ؤ،د كوم ترمخه چې تر اوسه اېف نائن پارك كښې 46 زره څخه زياتي اوني نال كړې شوي،دغسې شکرپړيا پشمول په نورو سيمو كښې هم اوني نالېږي











