د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د سينيټ ډپټي چيئرمين سيدال خان سره ملاقات٬ د ورندار په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير او د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر په پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر سره د هغه د ورندار په مړينه غمرازي وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم او د قانون وفاقي وزير د ارواښادې روح ته ثواب رسولو لپاره فاتحه خواني وكړه او غمجنې …

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير او د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر په پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر سره د هغه د ورندار په مړينه غمرازي وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم او د قانون وفاقي وزير د ارواښادې روح ته ثواب رسولو لپاره فاتحه خواني وكړه او غمجنې كورنۍ لپاره يۍ د صبر او زغم دعا وكړه۔ دوي ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر په غمرازۍ كولو د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ مننه وكړه۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره سېنېټر سید علي ظفر، سېنېټر عون عباس، سېنېټر مشال یوسفزئۍ، سېنېټر بلاول مندوخیل، سېنېټر سید وقار مهدي، سېنېټر سرمد علي ، سېنېټر ناصر محمود بټ، سېنېټر خلیل طاهر سندھو او نورو پارلیمنټېرینز او د هېواد مهمو سياسي او سماجي شخصيات هم ملاقات وكړو ۔ دوئي اروښادې له د بخښنې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں