تهران۔ 19 جنوري(اے پي پي) د ايران صدر مسعود پزشكيان خبردارے وركړے دے چې په ايراني سپريم ليډر علي خامنه اي به بريد د جنګ اعلان ګڼلے شي ۔ د العربيه اردو تر مخه هغه په سوشل ميډيا پلېټ فارم ايكس يو پوسټ كښې ووئېل زمونږ د هېواد په عظيم قائد بريد د ايران اولس خلاف د همه ګير جنګ پېل كولو برابر دے ۔ د امرېكې صدر ڼودلډ ټرمپ …
د ايران په سپريم ليډر به بريد د جنګ اعلان ګڼلے شي ٬ د ايران صدر

مزید خبریں
تهران۔ 19 جنوري(اے پي پي) د ايران صدر مسعود پزشكيان خبردارے وركړے دے چې په ايراني سپريم ليډر علي خامنه اي به بريد د جنګ اعلان ګڼلے شي ۔ د العربيه اردو تر مخه هغه په سوشل ميډيا پلېټ فارم ايكس يو پوسټ كښې ووئېل زمونږ د هېواد په عظيم قائد بريد د ايران اولس خلاف د همه ګير جنګ پېل كولو برابر دے ۔ د امرېكې صدر ڼودلډ ټرمپ د خالي په ورځ يوه مركه كښې وئېلي وو اوس په ايران كښې د نوي مشرتابه د لټولو وخت راغلے دے۔ ټرمپ علي خامنه اي په 37 كلنه واكمنۍ خاتمه زور راوړلے دے۔ د ايران سپريم ليډر په هېواد كښې د څو اوونيو نه د روانو مظاهرو ذمه واري په ټرمپ اچولې وه ۔ د ايران سركاري ميډيا تر مخه علي خامنه اي د امرېكې صدر د دې مرګونو ٬ زيانونو او د ايراني قام تشخص ته د زيان رسولو مجرم وګرځولو۔ ۔ ايران كښې معاشي ستونزو تر مخه د 28 دسمبر نه احتجاجي مظاهرې پېل شوې وې ۔ ټرمپ بيا بيا د مداخلت دړكه وړكړه ده او خبردارے يې وركړے دے كه ايران مظاهرچيان په سولۍ كړل نو سخته كاروائي به كولې شي۔










