سپین ٬ د ټرین پیښه كښې 21 كسان مړه ، 100 ژوبل

میډرډ۔19جنوري (اے پي پي) سپین كښې تند رفتاره ټرین پټلی څڅه په كوزېدو د يو بل ټرین سره ټكر شو جې پكښې 21 كسان مړه او 100 ژوبل شول ۔ د اردو نیوز تر مخه د پولیس وېنا ده دا پیښه د اتوار په ورځ د قرطبه ولايت په ایډاموز ښار سره نزدې رامخې ته شوه ۔ د هېواد سرکاري ټیلې ویژن راپور تر مخه پیښه كښې د 100 نه …

میډرډ۔19جنوري (اے پي پي) سپین كښې تند رفتاره ټرین پټلی څڅه په كوزېدو د يو بل ټرین سره ټكر شو جې پكښې 21 كسان مړه او 100 ژوبل شول ۔ د اردو نیوز تر مخه د پولیس وېنا ده دا پیښه د اتوار په ورځ د قرطبه ولايت په ایډاموز ښار سره نزدې رامخې ته شوه ۔ د هېواد سرکاري ټیلې ویژن راپور تر مخه پیښه كښې د 100 نه زيات كسان ژوبل شوي چې پكښې د 25 حالت تشویشناک دے او د میډرډ نه ہیلوا ته د تلونكې ټرین ډرائیور هم په مړو شوو كښې شامل دے۔ د ریل نیټ ورک چلولو ادارې ایډف د اړخه په سوشل میډیا پوسټ كښې وئېلي شوي دي میډرډ ته تلونكے ټرین د ایډاموز سره نزدې هغه وخت د پټلۍ نه كوز شو چې كله بلې نزدې پټلۍ باندې يو ټرین تېرېدلو ۔ د بیان تر مخه پیښه ماښام 6 بجې او په 40 منټه رامخې ته شوه او د دې نه 10 منټه وړاندې دا ټرین د قرطبه نه مډرډ پلوروان شوے ؤ ۔ د ایډف تر مخه د پېښې ښکار د ایریو يوه پرائیویټ کمپني ده كومه چې د سرکاري محکمې ریلوے لاندې كار كوي ۔محکمې د پیښې نه پس میډرډ او د اندلس تر مينځه سروس معطل کړے دے ۔ راپور تر مخه په ټكر شوي ټرین كښې د 300 نه زيات مسافر ناست وو او په بل ټرین كښې 100 ته نزدې مسافر موجود وو ۔

مزید خبریں