سعودي عرب 2025 كښې د تر ټولو زياته انساني مرستې كوونكو هېوادونو كښې په دويم لمبر دے ، د ملګرو ملتونو راپور

ریاض ۔19جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو فنانشل ټریکنګ سروس راپور كښې وېئلې شوي دي سعودي عرب په 2025 كښې په نړيواله كچه تر ټولو زياته انساني مرستې كوونكو هېوادونو كښې په دويم او په عرب نړۍ كښې وړومبے هېواد شو ۔ د سعودي خبررسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه یمن ته په مجموعي مرسته كښې 49.3 فیصد وركړې شوې او سوريه ته سعودي عرب د مرستې وړكولو …

ریاض ۔19جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو فنانشل ټریکنګ سروس راپور كښې وېئلې شوي دي سعودي عرب په 2025 كښې په نړيواله كچه تر ټولو زياته انساني مرستې كوونكو هېوادونو كښې په دويم او په عرب نړۍ كښې وړومبے هېواد شو ۔ د سعودي خبررسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه یمن ته په مجموعي مرسته كښې 49.3 فیصد وركړې شوې او سوريه ته سعودي عرب د مرستې وړكولو په لړ كښې په دويم لمبر پاتي شو ۔ د شاہ سلمان امدادي مرکز نګران اعلی د اورد ایوان شاهي صلاحكار ډاکټر عبداللہ بن عبدالعزیز الربیعه ووئېل د انساني خواخوږۍ هلې ځلې د سعودي عرب قیادت د سخاوت او انساني وقار ته د پام لرنې عزم ظاهروي ۔ د مملکت اعلی قیادت د اړخه په انساني بنیادونو په نړيواله كچه د ښیګړې كار په مثالي ډول تر سره كېږي د كوم تر مخه چې مختلف هېوادونو كښې ضرورت مندو ته د كوم تفریق نه غېر مرسته وركولې شي۔یاد دې وي مملکت تر اوسه 173 هېوادونو كښې 7 زره 983 پروجیکټ مکمل کړي ،141 ارب ډالر نه زیات انساني او ترقیاتي مرستې وركرې شوي ۔ د سعودي وژن 2030 اهداف كښې په ڼريواله كچه ضرورت مندو هېوادونو ته د مرستې وركړه شامله ده۔ دغسې ترقیاتي و فلاحي منصوبې هم د دې مرستې برخه دي ۔

مزید خبریں