انډونیزيا كښې د تباہ شوې مسافر الوتكې ملبه وموندلېې شوه ، 10 مسافر لا بې دركه دي

جکارته ۔19جنوري (اے پي پي) انډونیزيا تېره اونۍ د بې دركه شوې د يوې وړې مسافر الوتكې ملبه مودلې شوې ده خو په الوتكه كښې ناست 10 كسان لا بې دركه دي ۔ د خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه چارواكو د اتوار په ورځ توثيق كړے دے چې د انډونیشین ایئر ټرانسپورټ دا ټربوپروپ الوتكه سنیچر ماسپخين هغه وخت بې دركه شوې وه چې كله هغه د …

جکارته ۔19جنوري (اے پي پي) انډونیزيا تېره اونۍ د بې دركه شوې د يوې وړې مسافر الوتكې ملبه مودلې شوې ده خو په الوتكه كښې ناست 10 كسان لا بې دركه دي ۔ د خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه چارواكو د اتوار په ورځ توثيق كړے دے چې د انډونیشین ایئر ټرانسپورټ دا ټربوپروپ الوتكه سنیچر ماسپخين هغه وخت بې دركه شوې وه چې كله هغه د یوګیاکارټا نه د جزیرہ سولاویسي ښار مکاسر ته روانه ده ۔ د چارواكو تر مخه د پرواز په مهال ناڅاپي د الوتكې رابطه د ایئر ټریفک کنټرول سره منقطع شوې وه ۔د مکاسر د سرچ اینډ ریسکیو ایجنسۍ مشر محمد عارف انور میډیا ته ووئېل شريكو مرستندويه ډلو ته په ملبه كښې د الوتكې ډھانچه ، د لكۍ برخه او کھړکۍ څه نور تر لاسه شوي دي ۔هغه ووئېل الوتكه په بانډیمورونګ-بولوسارونګ نیشنل پارک كښې د بولوسارونګ غره سره ټکر شوې ده كوم چې د مکاسر ښار ته نزدے دے ۔ د چارواكو وېنا ده زمونږ پام لرنه الوتكه كښې ناستو سوار مسافرو او د عملې لټون ته ده او هيله ده چې شاید څه خلق په بحفاظت سره نکال راويستلې شي۔د بې دركه مسافر و لټون لپاره په روانو هلو ځلو كښې فضائیه ، پولیس او رضاکاروانو پشمول د يو زر نه زيات كسان برخه اخلي ۔ په بې دركه شوو كښې د سمندري چارو وزارت او د ماهي ګیۍ درې سرکاري ملازمین او د عملې 7 غړي شامل دي ۔۔

مزید خبریں