بغداد 18 جنوري (اے پي پي) عراق كښې د څو كلونو راهسې جوړ د امريكې پوځي اډے عين الاسد ايئربيس څخه د امريكائي عسكرو ستنيدو نه پس د عراق پوځ د ايئربيس كنټرول سنبھال كړې دے۔ العربيه له مخې د عراق د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې د دې خبري تصديق كولو سره وئيلي چې د عراق پوځ د پوځي اډے كنټرول خپلو لاسو كښې اخستے۔د امريكې دا …
عراق د امريكائي عسكرو ستنيدو نه پس د عين الاسد ايئربيس كنټرول سنبھال كړو

مزید خبریں
بغداد 18 جنوري (اے پي پي) عراق كښې د څو كلونو راهسې جوړ د امريكې پوځي اډے عين الاسد ايئربيس څخه د امريكائي عسكرو ستنيدو نه پس د عراق پوځ د ايئربيس كنټرول سنبھال كړې دے۔ العربيه له مخې د عراق د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې د دې خبري تصديق كولو سره وئيلي چې د عراق پوځ د پوځي اډے كنټرول خپلو لاسو كښې اخستے۔د امريكې دا پوځي اډه د عراق لويديزه برخه كښې جوړه شوي دغسې په كال 2024 كښې د امريكې او عراق ترمينځه يوه معاهده شوې وه چې له مخې ئې امريكې دا منلي وه چې زمونږ په قيادت كښې اتحادي پوځ به د عراق دا پوځي اډه بيرته وركولو سره ستنيږي۔العربيه د ذريعو په اړه ووئيل په دې اډے كښې نزدې 2700 امريكائي او اتحادي عسكر موجود ؤ،خو تيرو كلونو كښې د دې شميرې د زياتيدو اطلاعات هم رامخې ته شوې وو۔










