ملګري ملتونه 17 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو هېډكوارټر كښې نړيواله مباحثې وشوه د كومې تابيا چې يو اين او كښې د یاكستان مشن او د انټر نېشنل انسټيټيوټ آف پيس د امن پروګرام كړې وه ٬ ګدون كوونكو د شخړو امناك هواري له د نړيوالې ادارې د چارټر لاندې د خبرو اترو ٬ ثالثۍ ٬ مفاهمت او د عدالتي تصفيې لاره په خپلولو زور راوړو۔ د مباحثې …
د ملګرو ملتونو هېډكوارټر كښې د نړيوالې مباحثې تابيا٬ ګدون كوونكو د شخړو امناك هواري لپاره د نړيوالې ادارې چارټر لاندې د خبرو اترو ٬ ثالثۍ او د عدالتي لارې په خپلولو زور

مزید خبریں
ملګري ملتونه 17 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو هېډكوارټر كښې نړيواله مباحثې وشوه د كومې تابيا چې يو اين او كښې د یاكستان مشن او د انټر نېشنل انسټيټيوټ آف پيس د امن پروګرام كړې وه ٬ ګدون كوونكو د شخړو امناك هواري له د نړيوالې ادارې د چارټر لاندې د خبرو اترو ٬ ثالثۍ ٬ مفاهمت او د عدالتي تصفيې لاره په خپلولو زور راوړو۔ د مباحثې نظامت د پاكستان مشن كونسلرې صائمه سليم وكړو او په پېنل كښې د ملګرو ملتونو د افريقه لپاره اسسټنټ سېكرټري جنرل مارتها اما آكيا پوبي ٬ د ځوانانو چارو لپاره د مګرو ملتونو اسسټنټ سېكرټري جنرل ډاكټر فلپ پائولر ٬ د تركيه مستقل استازي احمد يلدرز ٬ د فن لېنډ مستقل استازې ايلينا كالكو ٬ د رېډ كراس د نړيوالې كمېټۍ (آئې سي آر سي ) مستقل مبصر ايليس موسكوينې او د نړيوال پيس انسټي ټيوټ (آئې پي آئې ) پروګرام د امن لپاره ٬ د موسمياتي او تل پاتي ترقۍ پاليسۍ تجزيه كار جونا هيرس او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازے سفير افتخار احمد شامل وو۔ افتخار عاصم خپل كليدي خطاب كښې د نړيوالې ادارې چارټر يو پوخ لوظ وګرځولو٬ كوم چې د هغوي په قول د شخړو مخ نيوي او دغه په امناك ډول هواري لپاره د انسانيت لپاره تر ټولو پائېداره لار ده۔ هغه ووئېل د ملګرو ملتونو تشخص آخر د زړو شخړو په اطلاق آزمائېلې شي٬ په خاص توګه چرته چې سياسي حساستونه زيات دي او قانوني او اخلاقي وضاخت بې شكه دے۔ د فلسطين او جمو و كشمير د حالاتو تر ټولو واضحه مثالونو نه د يو حواله وركولو سره سفير عاصم افتخار ووئېل د كشمير شخړې هواري لپاره د چارټر دفعات اطلاق يو كامياب مثال ګرځېدے شي۔ هغه ووئېل سلامتي كونسل په 1940 لسيزې په آخر كښې او د 50مې په وړومبو كښې د شخړې په امن سره هواري لپاره د اړوند فرېم ورك وركولو سره د خود اراديت وركولو تر مخه په موثر ډول كار وكړو ٬ دې خبرې ته اشاره كولو سره چې تر ننه ناقابل عمل دے۔ هغه ووئېل د فلسطين صورتحال د ڼړيوال قانون د ټاكلي اطلاق سنګينې نتيجې په ګوته كوي ۔ پاكستاني استازي ووئېل د فلسطيني اولس ناقابل تنسيخ حقونو پشمول د هغوي حق خود اراديت څخه تر ډېرې مودې انكار نا انصافۍ ته دوام او په منطقه كښې څه زيات د استحكام نشتوالي ته هوا وركوي٬ د كونسل په متفق قراردادونو عمل درآمد كښې نا كامي د نړيوال امن او سلامتيا برقرار ساتلو لپاره تر ټولو زياتو خطري چېلنجونو كښې يو دے۔ ۔ هغه زور راوړو چې امن انتخابي نشي كېدے او انصاف تر نامعلومې مودې څوك ځنډولې نشي ۔ سفير ووئېل د چارټر اختيار د دې په مستقل او بې پرې اطلاق باندې دے په خاص توګه په داسې حالات كښې چرته چې اصولې او ګن اړخيزه اقدام تر ټولو زيات ضرورت دے٬ هغه ووئېل راځې چې مونږ چارټر لاګو كولو سره د شخړو مخ نيوي او د حل هغه تصور وكړو لكه څنګه چې د دې مقصد ؤ۔










