واشنګټن 17جنوري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ خارجه وزير مارکو روبيو او د برتانيې پخوانې وزيراعظم ټوني بليئر د غزه ’’بورډ آف پيس‘‘باني غړو په توګه نامزد کړې دي۔د اے اېف پي له مخې د وائټ هاؤس څخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې ډونلډ ټرمپ خپل خاص استازے سټيو وټکوف، داماد جيرډ کشنر او د نړيوال بانك صدر اجے بانګا هم 7 كسيزه باني ايګزيکټو …
د امريکې صدر د غزه بورډ آف پيس لپاره د ټوني بليئر او مارکو روبيو نامزدګي اعلان کړه

مزید خبریں
واشنګټن 17جنوري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ خارجه وزير مارکو روبيو او د برتانيې پخوانې وزيراعظم ټوني بليئر د غزه ’’بورډ آف پيس‘‘باني غړو په توګه نامزد کړې دي۔د اے اېف پي له مخې د وائټ هاؤس څخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې ډونلډ ټرمپ خپل خاص استازے سټيو وټکوف، داماد جيرډ کشنر او د نړيوال بانك صدر اجے بانګا هم 7 كسيزه باني ايګزيکټو بورډ كښې شامل کړې۔بيان كښې وئيلي شوې چې د امريکې صدر به پخپله د دې بورډ مشري كوي او راروانو اوونو كښې به نور غړي هم اعلان کولې شي۔دا خبره دې ياده وي چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د زيارت په ورځ د بورډ آف پيس جوړولو اعلان كړې ؤ كوم چې په غزه كښې د جنګ خاتمے لپاره د امريكې حمايت يافته منصوبے دويم پړاؤ مهمه برخه ده۔دا بورډ په يو داسې وخت كښې جوړ شوې كله چې اوسنيو كښې 15 كسيزه فلسطيني ټکنوکريټ کمېټۍ اعلان شوې دے كوم ته چې د جنګ له امله تباه شوې غزه روزمره انتظامي چارو چلولو ذمه واري سپارلې شوي۔










