په ايران كښې د صورتحال زر تر زره د معمول له مخې كيد غواړو٬ د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون د كوم رياست په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوي٬ د پاكستاني مندوب سلامتي كونسل ته خطاب

ملګري ملتونه ۔16جنوری(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې هغه په ايران كښې د صورتحال زر تر زره د معمول له مخې كيدل غواړي او په دې خبره زور راوړي چې د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون د كوم رياست په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوي۔ په ملګرو ملتونو كښې دپاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل …

ملګري ملتونه ۔16جنوری(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې هغه په ايران كښې د صورتحال زر تر زره د معمول له مخې كيدل غواړي او په دې خبره زور راوړي چې د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون د كوم رياست په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوي۔ په ملګرو ملتونو كښې دپاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د ریاستونو په كورنيو چارو كښې لاس وهنه د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اصولو منافي ده۔ ده ايران ورور هېواد ګرځولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي خپلولو تړلي دي۔ ده ووئيل مستحكم او سولييز ايران يوازې د پاكستان نه بلكې د ټولې نړۍ په ګټه دے۔ پاكستاني استازي هيله ولرله چې په ايران كښې به حالات ډېر زر د معمول له مخې شي۔ د ملګرو ملتونو دا غونډه د امريكا په خواست رابللې شوې ده په كومه كښې چې په ايران كښې په روانه وضعه بحث وشو۔ د ملګرو ملتون عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش په دې خبره زور راوړو چې ايران سره اړوندې ټولې مسئلې دې د سفارتكارۍ او مكالمې دلارې حل كړې شي او ټول فريق دې د زيات زغم څرګندونه وكړي۔ بل اړخ ته روسيه او چين هم د ايران په ضد د طاقت كارولو يا دړدو مخالفت كولو سره دا د نړيوال چارټر خلاف ورزي وګرځوله۔ بلخوا ايراني استازي په امريكا داخلي ناامنۍ ته د هوا وركولو او د حقائقو مسخ كولو تور ولګولو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ايران كښې په 28 دسمبر معاشی مشکلات، ګراني او د كرنسۍ په قدر كښې د كمي په ضد احتجاجي لاريونونو پېل شوي وو او دغې څخه وروستو د ايران صورتحال او د امريكا لخوا د ايران مشرتابه ته دړكو نړيوال پام ځان ته ګرځولې دے

مزید خبریں