صنعاء 16 جنوري (اے پي پي) د يمن وزيراعظم مستعفي كېدو نه پس د هېواد خارجه وزير نوې وزيراعظم مقرر كړے شوے دے۔ د عرب نيوز له مخې وزيراعظم سالم صالح بن بريك د صدارتي قيادت کونسل چيئرمين راشد العليمي سره ملاقات كړے او د نوي حكومت جوړولو لاره هوارولو لپاره يۍ حکومت ته استعفیٰ وړاندې كړې۔ د سعودي ملاتړ لرونكي صدارتي کونسل د سرکاري ميډيا د لارې اعلان كړے …
د يمن وزيراعظم مستعفي، خارجه وزير د هيواد وزيراعظم غوره كړے شو

مزید خبریں
صنعاء 16 جنوري (اے پي پي) د يمن وزيراعظم مستعفي كېدو نه پس د هېواد خارجه وزير نوې وزيراعظم مقرر كړے شوے دے۔ د عرب نيوز له مخې وزيراعظم سالم صالح بن بريك د صدارتي قيادت کونسل چيئرمين راشد العليمي سره ملاقات كړے او د نوي حكومت جوړولو لاره هوارولو لپاره يۍ حکومت ته استعفیٰ وړاندې كړې۔ د سعودي ملاتړ لرونكي صدارتي کونسل د سرکاري ميډيا د لارې اعلان كړے چې خارجه وزير ډاکټر شائع محسن زنداني وزيراعظم مقرر كړے شوے دې او ذمه وارۍ ورته ورپغاړه كړې شوې دي۔










