نیویارک۔16جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې پاکستان واضحه كړې ده چې جموں و کشمیر د هند اټوټ انګ نه په نړيواله كچه تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه جنرل اسمبلۍ كښې د پاکستان استازي آصف خان د هند غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر په اړه د هندي استازي د نه قبولېدونكې او د بے بنسټه ادعا ځواب …
جموں و کشمیر د هند اټوټ انګ نه دے ، په نړيواله توګه تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده ،پاکستان

مزید خبریں
نیویارک۔16جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې پاکستان واضحه كړې ده چې جموں و کشمیر د هند اټوټ انګ نه په نړيواله كچه تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه جنرل اسمبلۍ كښې د پاکستان استازي آصف خان د هند غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر په اړه د هندي استازي د نه قبولېدونكې او د بے بنسټه ادعا ځواب له خپل حق كارولو سره ووئېل هند د تېرو څو لسيزو نه د جموں و کشمیر اولس د بنیادي حق خودارادیت نه محروم ساتلے دے ۔ ده ووئېل د مظلومو کشمیریانو محکومه ساتلو لپاره د هند قابض فورسز هغوي پرله پسې د ظلم و تشدد او بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو د لارې په نخښه كوي ۔ ده ووئېل نوآبادیاتي هېوادونو او اولس ته د آزادۍ وركولو په اړه اعلامیه كښې په واضحه توګه توثیق شوے دے چې حق خود ارادیت د ټولو قامونو بنیادي حق دے ۔ هغه واضحه كړه چې سلامتي کونسل او ملګرو ملتونو د ګڼو قراردادونو د لارې جموں و کشمیر يوه شخړيزه سيمه تسلیم کړه ده او په واضحه توګه تر سره شوې چې د ریاست جموں و کشمیر د حتمي سباون فیصله به د کشمیر اولس د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې آزادو او بې پرې رائے شمېری د لارې كوي ۔د پاکستان استازي ووئېل هند دغه پرېكړې قبولې کړې دي او هغه د ملګرو ملتونو د منشور آرټیکل 25 تر مخه په هغې د عمل درآمد پابند دے ۔ هغه ووئېل په 5 اګست 2019 د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت منسوخ كولو نه پس هند د مقبوضه سيمې د آبادۍ تناسب له مينځه وړلو لپاره دا د يو مسلم اکثریتي ریاست نه په هندو اکثریتي سيمه د بدولو هڅې كوي ۔ هغه ووئېل د هند دا اقدامات د څلورم جنیوا کنونشن او د نړيوال قانون بيخي او ښكاره خلاف ورزي ده ۔پاکستاني استازي د هند خپل هم څنګ ته مشورہ وركړه چې هغه جنرل اسمبلۍ كښې د حقائق خلاف بیانات وركولو نه وړاندې د جموں و کشمیر په اړه د ملكړو ملتونو د سرکاري نقشو او د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو په غور مطالعه وكړي










