امریکا دې د ایران خلاف د طاقت كارولو ضد پرېږدي، چین

ملګري ملتونه ۔16جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چین مستقل مشن لڼډ مهاله استازي سن لے وئبلي دي چین د ایران خلاف د كوم هم عسكري طاقت كارولو د دړكو په سختۍ سره مخالفت کوي او په دې خبره زور راوړي چې د ایران كورنيو چارو پرېكړه د ایران اولس پخپله كول پكار ده ۔ د سي جي ټي این راپور تر مخه هغه ووئېل چین د امریکې …

ملګري ملتونه ۔16جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چین مستقل مشن لڼډ مهاله استازي سن لے وئبلي دي چین د ایران خلاف د كوم هم عسكري طاقت كارولو د دړكو په سختۍ سره مخالفت کوي او په دې خبره زور راوړي چې د ایران كورنيو چارو پرېكړه د ایران اولس پخپله كول پكار ده ۔ د سي جي ټي این راپور تر مخه هغه ووئېل چین د امریکې نه غوښتنه كوي چې هغه د ملګرو ملتونو منشور مقاصد او د اصولو پاسداري كولو سره د طاقت د كارولو ضد پرېږدي۔ د چین استازي سن لے په ګوټه كړه چې د امریکې ایران خلاف د طاقت کارولو ښكاره دړكو څخه مينځني خنتيز كښې تاو تريخوالے پرله پسې زيات شوے دے ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې طاقت مسائل نشي حل کولې بلکې دغه لا پیچیلي كوي او مشکل كوي۔ چین د ایران د خودمختارۍ ، سلامتیا او د سيمه ايزې سالمتيا د تحفظ مرسته كوي ، چين په نړيوالو اريكو كښې د طاقت كارولو یا د دړكو وركولو، په نورو هېوادونو خپله خوښه مسلط کولو او نړۍ بيا د ٬٬ ځنګل قانون‘‘ پلو د بوتللو مخالفت کوي ۔ د چین غوښتنه ده چې اړوندې ډلې د نړيوالې ورورولۍ او د منطقې هېوادونو غوښتنې جدي وګڼي او منطقه كښې امن و استحکام برقرار سلاتلو لپاره لا کار وكړي ۔

مزید خبریں