د امرېكې محصولات كښې د زياتوالي باوجود د چين قامي تجارتي حجم 64 كهرب ډالر ته ورسېد

بيجنګ۔ 15 جنوري(اے پي پي) چين وئېلي دي د كال 2025 په مهال د صدر ډنولډ ټرمپ د اړخه په محصولات كښې د زياتوالي له امله د امرېكې برآمدات كښې د كمي باوجود قامي تجارتي حجم په كلنه بنياد 1۔6 فيصد زياتوالي سره 45 ټريلين يو ان (64 كهرب ډالر) لوړې كچې ته رسېدلے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې (اے ايف پي) د چين د كستمز نائب وزير وانګ …

بيجنګ۔ 15 جنوري(اے پي پي) چين وئېلي دي د كال 2025 په مهال د صدر ډنولډ ټرمپ د اړخه په محصولات كښې د زياتوالي له امله د امرېكې برآمدات كښې د كمي باوجود قامي تجارتي حجم په كلنه بنياد 1۔6 فيصد زياتوالي سره 45 ټريلين يو ان (64 كهرب ډالر) لوړې كچې ته رسېدلے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې (اے ايف پي) د چين د كستمز نائب وزير وانګ جون پرېس كانفرنس په حواله ووئېل د هېواد تجارت په كال 2025 كښې په وړومبي ځل 64 ټريلين ډالر ته رسېدو سره د كال 2024 په مقابل كښې 1۔6 فيصد زيات شوے دے ۔ هر څو چې د صدر ټرمپ د اړخه د چين په څيزونو د تېرف لګولو له امله امرېكې ته برآمدات كم شوي دي۔ د هغه وېنا وه چې د امرېكې ټېرف او نورو مسائلو باوجود په نړيواله كچه د چين څيزونو طلب په كال 2025 كښې لا زيات شوے دے

مزید خبریں