ملګري ملتونه ۔15جنوری (اے پي پي) پاکستان یمن كښې د ډېرې مودې نه د روانې شخړې هواري لپاره په جامع او ټول شموله سیاسي خبرو اترو زور راوړلو سره خبردارے وركړے دے چې د بنیادي سهولیات خاتمې له امله په لاکھونه كسان د شدید ستونزو ښکار دي ، هغه د ملګرو ملتونو په حراست كښې د مرستياله عملې د سمدستي خوشي كولو هم غوښتنه وكړه ۔ ملګرو ملتونو كښې د …
یمن شخړې هواري لپاره دې جامع سیاسي خبرې اترې وكړې شي ، د بنیادي سهولیات نشتوالي څخه په لاکھونو كسان د ستونزو ښکار دي ،پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔15جنوری (اے پي پي) پاکستان یمن كښې د ډېرې مودې نه د روانې شخړې هواري لپاره په جامع او ټول شموله سیاسي خبرو اترو زور راوړلو سره خبردارے وركړے دے چې د بنیادي سهولیات خاتمې له امله په لاکھونه كسان د شدید ستونزو ښکار دي ، هغه د ملګرو ملتونو په حراست كښې د مرستياله عملې د سمدستي خوشي كولو هم غوښتنه وكړه ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم احمد سلامتي کونسل ته خطاب كښې ووئېل ټولې یمنې ډلې او سيمه ايز شراکت دار دې داسې جامع او پائیداره سیاسي تصفیي لپاره ګټور کردار ادا کړي كوم چې د یمن اولس د هيلو له مخې وي او منطقه كښې امن و استحکام باوري كړي ۔ د یمن په صورتحال بحث کښې د پاکستان استازي اوسنۍ پیښې او تشدد كښې په زياتوالي سخته اندیښنه ښكاره كړه او د سعودي عرب په كوربتوب كښې ریاض كښې د جامع خبرو اترو د عدن صدارتي قیادت کونسل د اعلان يې هر كلے وكرو۔ هغه په يمني ډلو زور راوړو چې د تر سره شوو اصولو په بنیاد سیاسي حل له خبرې وكري ۔سفیر عاصم احمد ووئېل پاکستان د یمن د وحدت، خود مختارۍ ، آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا مکمل مرسته كوي او د كوم هم داسې یکطرفه اقدام مخالفت کوي كوم چې اختلافات زيات كړي ، تاو تريخوالے زيات كړي او د امن هڅو ته زيان ورسوي ۔ د پاکستانی استازي د یمن قیادت كښې اور یمن اولس په ملکیت كښې د سیاسي عمل د مرستې پخلے وكړو او ملكړو ملتونو د خاص استازي د کردار يې ستائنه وكړه ۔ هغه د حوثیانو په قبضه كړو سيمو كښې د ملګړو ملتونو د مرستې كونكې او سفارتې عملې د خپلې خوښې ګرفتارو او د ڼريوالې ادارې په املاک د قبضې سختې غندنې سره دا د ڼړيوال قانون بيخي خلاف ورزی وګرځوله










