تهران ۔15جنوری(اے پي پي) ایران په عارضي توګه د ټولو پروازونو لپاره د خپل فضائي حدود بندولو اعلان کړے دے ٬ دغسې د نړيوالو پروازونو لپاره خاص وخت مقرر کړے شوے دے ، د كوم لپاره چې پیشګي اجازه اغستل به وي ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه دا اقدام په داسې وخت رامخې ته شو دے چې كله د امریکې او ایران تر مينځه شدید تاو …
د ایران په عارضي توګه د ټولو پروازونو لپاره د خپل فضائي حدود بندولو اعلان

مزید خبریں
تهران ۔15جنوری(اے پي پي) ایران په عارضي توګه د ټولو پروازونو لپاره د خپل فضائي حدود بندولو اعلان کړے دے ٬ دغسې د نړيوالو پروازونو لپاره خاص وخت مقرر کړے شوے دے ، د كوم لپاره چې پیشګي اجازه اغستل به وي ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه دا اقدام په داسې وخت رامخې ته شو دے چې كله د امریکې او ایران تر مينځه شدید تاو تريخوالے مخې ته دے او ایران كښې د حکومت مخالف احتجاج هم په جوبڼ كښې دے ۔د امریکې يو سر كاري اهلکار وېنا ده چې د مينځني ختيز د څو اډو نه سرکاري اهلکار ويستلے كېږي ٬ د دې نه وړاندې د ایران يو سینیئر عهدیدار ګاوندي هېوادونه خبردار کړې وو چې كه د واشنګټن د اړخه بريد وكړے شو نو هلته موجود امریکائي اډې به په نښه كولې شي ۔د شخړو ښکار سيمو كښې د میزائلو او ډرونز شته والے د ایئرلائنز ټریفک لپاره دا يوه سنګینه خطره ګرځي۔۔










