اوسكو۔ 6 جنوري (اے پي پي) د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن خبردارے ورركړے دے كه امرېكې د ناټو په كوم هم غړي هېواد بريد وكړو نو د دغې به سنګينې نتيجې رامخې ته شي او هر څه به اودرېږي۔ د شنهوا تر مخه يوه مركه كښې وزيراعظم ووئېل د امرېكې د اړخه په كوم هم ناټو هېواد بريد به د قبلولو وړ نه وي۔دا بيان د هغې پوښتنې په ځواب …
كه امريكې په كوم ناټو هيواد بريد وكړو نو سنګينې نتيجې به ولري ٬ د ډنمارك خبردارے

مزید خبریں
اوسكو۔ 6 جنوري (اے پي پي) د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن خبردارے ورركړے دے كه امرېكې د ناټو په كوم هم غړي هېواد بريد وكړو نو د دغې به سنګينې نتيجې رامخې ته شي او هر څه به اودرېږي۔ د شنهوا تر مخه يوه مركه كښې وزيراعظم ووئېل د امرېكې د اړخه په كوم هم ناټو هېواد بريد به د قبلولو وړ نه وي۔دا بيان د هغې پوښتنې په ځواب كښې وركړے شوے كه امرېكا د ناټو د كوم غري هېواد خلاف پوځي كاروائي وكړي نو د دې مطلب به څه وي ۔ ميټے فريډركسن د صدر ډونلډ ټرمپ د ګرېن لېنډ په اړه اوسني بيانونه په سختۍ سره مسترد كولو سره ووئېل د امرېكې د اړخه د ګرين لېنډ تر لاسه كولو خوښي د “ د نه قبلېدو وړ فشار “ مترادف دے ۔ د هغه وېنا وه ډنمارك او ګرين لېنډ دواړو دا خيال بيا بيا مسترد كړے دے چې ګرين لېنډ د امرېكې برخه جوړه شي ۔ هغه ووئېل د بده مرغه د امرېكې صدر بيانونه سنجيده ګڼل وي ٬ خو اروپا په دې خبره متفق ده چې د پولو احترام پكار دے ۔ اروپائي لارښودو هم د ډنمارك د مرستې اعلان كړے دے۔ د فرانس خارجه وزارت وياند ووئېل پولې په طاقت نشي بدلېدې ٬ دغسې د برطانيې وزيراعظم كيئر اسټارمر ووئېل د ګرين لېنډ د سباون پرېكړه به ډنمارك او د ګرين لېنډ اولس كوي۔ د المان خارجه وزير واضحه كړه چې ګرين لېنډ ٬ د ډنمارك د برخې په توګه د ناټو د اجتماعي دفاعي اصولو لاندې راځي۔ واضحه دې وي چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په يوه اوسنۍ مركه كښې وئېلي وو جې امرېكې ته په يقيني توګه د ګرين لېنډ ضرورت دے ۔ په دې غبرګون كښې ډينش وزيراعظم ووئېل امرېكا د ګرين لېنډ د ضم كولو هيڅ حق نه لري










