اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان پيپلز پارټي باني ، شهيد ذوالفقار علي بھټو 98مي زيږدني ورځ په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهيد ذوالفقار علي بھټو خدمات د قامي تاريخ يو روښانه باب دے په كوم چې نن هم ټول قام وياړ لري۔د سېېنټ چيئرمېن ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو هېواد كښې د جمهوريت …
د شهيد ذوالفقار علي بھټو خدمات د قامي تاريخ يو روښانه باب دے ۔ د سېنېټ چيئرمېن
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان پيپلز پارټي باني ، شهيد ذوالفقار علي بھټو 98مي زيږدني ورځ په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهيد ذوالفقار علي بھټو خدمات د قامي تاريخ يو روښانه باب دے په كوم چې نن هم ټول قام وياړ لري۔د سېېنټ چيئرمېن ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو هېواد كښې د جمهوريت ودې ، بشري حقونو او اولسي سرلوړۍ لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔د هغه په مشرۍ كښې قام ته متفقه آئينِ ترلاسه شوے،كوم چې وفاق قوي كړے او د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ باوري شوے۔ده ووئيل د هېواد دفاعِ ناقابلِ تسخير جوړولو له د شهيد بھټو اختيار کړې مؤثره تګلاره او د پاکستان اتومي قوت جوړولو تاريخي پريكړه د قامي سلامتيا ضمانت ثابته شوې،چې له امله يې پاکستان نن د دښمن د جارحيت بشپړ او د غاښ ماتونكې ځواب وركولو صلاحيت لري۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د شهيد ذوالفقار علي بھټو عوام دوست سوچ او سياسي بصيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔د هغه په افکار عمل كولو سره مونږ غريبانان ، کروندګر ، خواري كښ او ميرمني په قومي چوكاټ كښې په شاملول هغوي خپلواكه كولې شوو ،دغسې اقليتونو له بشپړ تحفظ او يو برابر حقونه وركولو د لارې هېواد كښې همغږۍ او سوكالۍ ته وده وركړې كيدې شي۔ده ووئيل د هغه په اصولو عمل درآمد سره نه يواځې په مسائلو قابو موندلے كيدے شي بلکه پاکستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې اودرېدے شي۔












