د ګراڼۍ خلاف مظاهرې ٬ د ايران حكومت وګړو ته د مياشتې الاؤنس وركولو اعلان

تهران 05 جنوري (اے پي پي) د ايران حكومت د ګرانۍ خلاف د روان احتجاج نه پس د وګړو د معاشي فشار نه خلاصولو لپاره د مياشتني الاؤنس وركولو اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د ايران حكومت وياندې فاطمه مهجاراني تېره ورځ په سركاري ټي وي چېنل يو بيان كښې وئېلي دي وګړي هره مياشت 10 لاكهه تومان (نزدې 7 ډالره) تر لاسه كولې شي كوم چې …

تهران 05 جنوري (اے پي پي) د ايران حكومت د ګرانۍ خلاف د روان احتجاج نه پس د وګړو د معاشي فشار نه خلاصولو لپاره د مياشتني الاؤنس وركولو اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د ايران حكومت وياندې فاطمه مهجاراني تېره ورځ په سركاري ټي وي چېنل يو بيان كښې وئېلي دي وګړي هره مياشت 10 لاكهه تومان (نزدې 7 ډالره) تر لاسه كولې شي كوم چې به د څلورو مياشتو لپاره د دوي په اكاونټس كښې جمع كولې شي۔ هغې ووئېل دا رقم به هر ايراني وګري له وركولې شي په كومو به چې هغوي د ضرورت څيزونه اغستلې شي او د دې اقدام مقصد د خلقو نه معاشي فشار كمول دي۔ واضحه دې وي د جوهري پروګرام د لاسه د ايران معيشت د امرېكې او نورو هېوادونو د اړخه لګولے شوو بندېزونو سره مخ دے او په دسمبر كښې هلته د ګرانۍ شرح 52 فيصد ته رسېدلې ده۔ د هېواد د معيشت غېر يقيني صورتحال په سبب پېل شوې مظاهرې د اتوار په ورځ په اتمه ورځ هم روانې وې ۔ د مظاهرو دائره تر 40 ښارونو پراخه شوې ده كومې چې د مختلف نوعيت وې۔٬ په دغې كښې زياتره په مغربي سيمو او د مينځومانې درجې وې۔ د مظاهرو په مهال د تشدد پیښې هم رامخې ته شوي او د سركاري رپورټس تر مخه تر اوسه 12 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې امنيتي اهلكار هم شامل دي۔

مزید خبریں