واشنګټن 04 جنوري (اے پي پي) په وینزویلا د امریکې فضائی بريدونو كښې لږ نه لږ 40 كسان مړه شوې دي چې پكښې عام وګړي او سکیورټی اهلکار هم شامل دي۔ شنهوا له مخې دی نیویارك ټائمز د وینزویلا حکومتی عهدیدارو په اړه رپورټ كړې چې د خالي په ورځ د امریکا فضائی بريدونو كښې وینزویلا كښې لږ نه لږ 40 كسان مړه شوې دي چې پكښې عام وګړي او …
په وینزویلا د امریکې فضائی بريدونو كښې 40 كسان مړه شوي

مزید خبریں
واشنګټن 04 جنوري (اے پي پي) په وینزویلا د امریکې فضائی بريدونو كښې لږ نه لږ 40 كسان مړه شوې دي چې پكښې عام وګړي او سکیورټی اهلکار هم شامل دي۔ شنهوا له مخې دی نیویارك ټائمز د وینزویلا حکومتی عهدیدارو په اړه رپورټ كړې چې د خالي په ورځ د امریکا فضائی بريدونو كښې وینزویلا كښې لږ نه لږ 40 كسان مړه شوې دي چې پكښې عام وګړي او وسله والو ځواكونو اهلکار شامل دي۔ رپورټ له مخې دا لوئ بريد د سهار په وخت هغه مهال شوې كله چې د امریکې پوځ د وینزویلا صدر نکولس مادورو او د هغه كوروداني نيولو لپاره کارروائی کړي۔نیویارك ټائمز وئيلي چې ویډیو فوټیج تصدیق کړې چې د وینزویلا پايه تخت کراکس لا کارلوټا هوائي ميدان سره نزدې زيات لوږے او پرله پسې چاؤدني شوي۔پايه تخت لويديز كښې کاتیا لا مار ښار كښې يو فضائی بريد په درې منزله رهائشي ودانۍ شوې چې په نتيجه كښې ئې د ودانۍ بهرنب دةزال راپريوتې۔ رپورټ له مخې په دې بريد كښې يوه مشره ميرمن مړه او يو تن ژوبل شوي۔










