د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په لكي مروت كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښي غندنه وكړه

پېښور 04 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي لكي مروت كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرو د ډزو پېښي غندنه كړې ده چې پكښې ټريفك پوليس انچارج پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان شوې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې يو بيان كښې وزيراعلي ووئيل پېښه د افسوس وړ ده۔ده ووئيل د شهيد پوليس اهلكارو قربانۍ به بے ځايه نه ځي، ناوړه بريدونو سره د …

پېښور 04 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي لكي مروت كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرو د ډزو پېښي غندنه كړې ده چې پكښې ټريفك پوليس انچارج پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان شوې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې يو بيان كښې وزيراعلي ووئيل پېښه د افسوس وړ ده۔ده ووئيل د شهيد پوليس اهلكارو قربانۍ به بے ځايه نه ځي، ناوړه بريدونو سره د هېواد دښمنه عناصر به خپلو عزائمو كښې كامياب نه شي۔ وزيراعليٰ ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس اهلكار په فرنټ لائن قربانۍ وركوي،ككړ عناصر به قانون سره مخ كولې شي، صوبائي حكومت د پوليس فورس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ وزيراعليٰ د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا اوكړه ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے،د هغ وې به هر ممكن مرسته كولې شي۔

مزید خبریں