اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير محمد بن حاجي حسن سره ټيليفوني تماس نيولې دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو د موجوده صورتحال جاج واخست او بېلو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو شريك عزم پخلے ئې وكړو۔دوي د اوسني سيمه ايز پيش رفت پشمول …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير سره ټيليفوني تماس ونيولو
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير محمد بن حاجي حسن سره ټيليفوني تماس نيولې دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو د موجوده صورتحال جاج واخست او بېلو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو شريك عزم پخلے ئې وكړو۔دوي د اوسني سيمه ايز پيش رفت پشمول اسياﺀ او مينځني ختيز په بدل شوې صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو ډلو د پرله پسې مشاورت په اهميت زور راوړو او په ټولو كچو نزدې رابطو لرلو ته سلا شول۔












