اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان برزل پاس كښې د واوري كمر راپريوتو پېښې په نتيجه كښې شهيد شويو د پاك پوح كيپټن اصمد ګلفام، سپاهي رضوان او مشين آپريټر عيسيٰ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د سېنېټ سيكرټريټ ميډيا ډائريكټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د واوري كمر راپريوتو دا پېښه د ټول …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ګلګت بلتستان كښې د واورو كمر راپريوتو له امله شهيد شويو د پاك پوځ ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان برزل پاس كښې د واوري كمر راپريوتو پېښې په نتيجه كښې شهيد شويو د پاك پوح كيپټن اصمد ګلفام، سپاهي رضوان او مشين آپريټر عيسيٰ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د سېنېټ سيكرټريټ ميډيا ډائريكټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د واوري كمر راپريوتو دا پېښه د ټول قوم لپاره د غم دړد ده۔ده ووئيل كيپټن اصمد ګلفام، سپاهي رضوان او مشين آپريټر عيسيٰ شهادت د جرات، فرض شناسۍ او قومي خدمت يو روښانه مثال دے په دې ټول قوم فخر كوي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل سخت موسمي حالاتو كښې د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو حوصلے دنګي دي، د پاك پوځ ځوانانو د خپلو ځانونو قربانو وركولو سره د هېواد او اولس خدمت يو اعليٰ روايت جوړ كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل برزل پاس كښې شهيد شويو ځوانانو ته ټول قوم سلام كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې شريك يو او د هغ وې صبر، حوصلے او استقامت ته سلام كوو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل قوم به د پاك پوځ بهادر سپاهيانو ځانګړي قربانۍ عمر له ياد ساتي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دعا وكړه چې لوے څښتن دے شهيدانو له لوړي درجے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔












