اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان سيمه كښې امن، استحکام او پرمختګ ودي لپاره د ميانمار سره په ګډه كار كولو مهم ګڼي دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو او نور نړيوال فورمز فعاله غړي دي،چرته چې پاکستان د خپلواكۍ احترام، مکالمے او ګڼ اړخيزه اصولو په بنياد د شريكې خوښې په چارو ميانمار سره مرستي ته د قدر په سترګه ګوري۔د …
پاکستان سيمه كښې امن، استحکام او پرمختګ ودي لپاره د ميانمار سره په ګډه كار كولو مهم ګڼي۔صدر مملکت آصف علي زرداري
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان سيمه كښې امن، استحکام او پرمختګ ودي لپاره د ميانمار سره په ګډه كار كولو مهم ګڼي دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو او نور نړيوال فورمز فعاله غړي دي،چرته چې پاکستان د خپلواكۍ احترام، مکالمے او ګڼ اړخيزه اصولو په بنياد د شريكې خوښې په چارو ميانمار سره مرستي ته د قدر په سترګه ګوري۔د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريه ميانمار د آزادۍ ورځ په موقع د ر ميانمار لنډمهاله صدر من آنګ هلينګ په نامه د مباركۍ په خپل پيغام كښې كړي۔ده د پاکستان حکومت، اولس او خپل اړخه لنډمهاله صدر ، د ميانمار حکومت او اولس له د آزادۍ ورځ 78مي سالګرے په موقع مباركي وركړه۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان اورميانمار خپلو كښې په زړه پوري اړيكو يو اوږد تاريخ لري كوم چې د ميانمار د آزادۍ وړومبو كلونو راهسې په شريك احترام او افهام و تفهيم اډانه دې۔ ده ووئيل د وخت سره سره زمونږ اړيكي پرله پسې ښه كيږي، تجارت، دفاع، صحت، ثقافت او اولسي رابطو پشمول بېلو څانګو كښې مرسته زياته شوي،باور لرم چې عملي اقدامات او قوي اداره جاتي رابطو د لارې د دواړو هېوادونو شريكو ګټو ته به وده وركولې شي۔صدر آصف علي زرداري ووئيل د سيمه ايزو رابطو اهميت منو۔ سوئيلي ختيز اسيائي هېوادونو تنظيم (آسيان) كښې د ميانمار کردار سيمه ايز استحکام او اقتصادي يووالي له مهم دے۔ده ووئيل پاکستان د آسيان سيکټرل ډائيلاګ پارټنر په توګه آسيان او غړو هېوادونو پشمول ميانمار سره رابطو قوي كولو كښې خوښي لري۔ صدر مملکت ووئيل زه په دې موقع د پاکستان د اړخه ميانمار سره دوه اړخيزه رابطي لا قوي كولو او سركاري او نجي څانګو ترمينځه د زيات تعامل د ډاډګيرني عزم پخلے كوم۔ده د لنډمهاله صدر ښه صحت او د هغه د ذمه وارو كاميابۍ لپاره او ميانمار اولس لپاره د امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔












