واشنګټن 03 جنوری (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړي چې امریکې په وینزویلا په لويه توګه پوځي کارروائی کولو سره صدر نکولس مادورو سره د كوروداني نيولې او هغه ئې هېواد څخه بهر منتقل کړې دے۔رائټرز له مخې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د خالي په ورځ په خپل سوشل میډیا پلیټ فارم ټروتھ سوشل جاری شوې بيان كښې وئيلي چې امریکې د وینزویلا او صدر …
امریکا په وینزویلا لوئ بريد،صدر نکولس مادورو ونيولې شو

مزید خبریں
واشنګټن 03 جنوری (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړي چې امریکې په وینزویلا په لويه توګه پوځي کارروائی کولو سره صدر نکولس مادورو سره د كوروداني نيولې او هغه ئې هېواد څخه بهر منتقل کړې دے۔رائټرز له مخې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د خالي په ورځ په خپل سوشل میډیا پلیټ فارم ټروتھ سوشل جاری شوې بيان كښې وئيلي چې امریکې د وینزویلا او صدر نکولس مادورو په ضد کامیاب لوئ بريد كړې،چې پكښې هغه سره د كوروداني نيولو سره هېواد څخه بهر منتقل شوې دے۔دا کارروائی په كال 1989 كښې په پانامه د امریکې بريد نه پس لاطینی امریکا كښې د امریکې د اړخه نيغ په نيغه پوځي مداخلت ګرځولې كيږي،چې مقصد ئې د هغه وخت پوځي حکمران مینوئل نوریګا د اقتدار څخه اخوا كول وي۔دا خبره دې ياده وي چې امريكا تير وخت كښې په صدر مادورو د منشیات قاچاق كښې ككړ كيدو، ریاست “نارکو اسټیټ” جوړولو او ټاكنو كښې د ټګۍ تور لګولې۔ صدر مادورو، څوك چې 2013 كښې هیوګو شاویز نه پس اقتدار كښې راغلې،دغه تورونه رد كولو سره وئيلي چې واشنګټن د وینزویلا د تيلو په پانګو قبضه كول غواړي۔










