حکومت د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔امیر مقام

شانګله 03 جنوری (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي ةوزير او پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې حکومت د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ شانګله پوهنتون كښې د وزیراعظم لیپ ټاپ اسکیم ترمخه زدكونكو له لیپ ټاپ وركولو او پوهنتون كښې جدید ډیجیټل اسمارټ کلاس رومز افتتاحی دستوري …

شانګله 03 جنوری (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي ةوزير او پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې حکومت د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ شانګله پوهنتون كښې د وزیراعظم لیپ ټاپ اسکیم ترمخه زدكونكو له لیپ ټاپ وركولو او پوهنتون كښې جدید ډیجیټل اسمارټ کلاس رومز افتتاحی دستوري ته د خاص ميلمه په حيث خطاب کښې وكړه ۔وفاقی وزیر په پوهنتون كښې د وزیراعظم لیپ ټاپ اسکیم ترمخه 45 زدكونكو له لیپ ټاپ وركړل او کامیاب زدكونكو له ئې مباركي وركړه ۔وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام په پوهنتون كښې د جدید ډیجیټل اسمارټ کلاس رومز پرانسته وكړه ۔لیپ ټاپ وركولو دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل دلته زه نن د وزیراعظم د اړخه راغلے يم، حکومت ځوانانو له جدید تعلیم و ټیکنالوجی وركولو له لوظي دے ۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د پرائم منسټر یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان د ځوانانو ښېګړے لپاره هخي ستائلو سره ووئيل موجودہ حکومت ځوانان خپلواكه كولو له عملی اقدامات کوي۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل پرائم منسټر یوتھ پروګرام ځوانانو له تعلیم، هنرمندۍ او روزګار ښي موقعو وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ ده ووئيل ځوانان د كوم هم هېواد قیمتی سرمایه وي او د هغې په سم پلو لارښودوني سره هېواد پرمختګ كوي ۔وفاقی وزیر امیر مقام ووئيل شانګله پوهنتون ته پېښي مسئلې به په ترجیحی بنیادونو حل كولې شي او دا اداره به د يو رول ماډل پوهنتون په توګه ترقي كوي ۔ ده د وزیراعظم پرمختيائي وژن او تعلیمی اصلاحات ستائلو سره ووئيل لیپ ټاپ اسکیم ځوانان خپلواكه كولو عملی مثال دے۔ ده د وزیراعظم په معاشی پالیسو رڼا اچولو سره ووئيل موجودہ حکومت د معیشت بحالۍ ،ګرانۍ كمولو او روزګار موقعو پيدا كولو له كوټلي ګامونه پورته كوي د كومو چې مثبت نتيجې ترلاسه كيږي ۔انجینئر امیر مقام د پاك پوځ او سکیورټی فورسز قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هېواد كښې امن لپاره د شهيدانو قربانو ته د قدر په سترګه ګورو او دغه قربانۍ د نه هيرولو دي ۔ ده د  فیلډ مارشل سید عاصم منیر قیادت ستائلو سره د هغه د خذماتو ذكر وكړو۔وفاقی وزیر په صوبائی حکومت تنقید کولو سره ووئيل صوبے كښې د ګورننس لوئ مسئلې دي كوم ته چې پام لرني كولو ته اړتيا ده ۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې شانګله كوم چېزما د پلار نيكه سيمه ده ٬ اولس خذمت به كوم او سباؤن كښې به هم د سيمي پرمختګ لپاره بشپړه كردار ترسره كوم ۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د شانګله پوهنتون په لان كښې بوتے نال كړو ٬ وفاقی وزیر د بوټو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل ماحولیاتی تحفظ او تعلیمی ترقی د يو بل سره تړلي دي ۔وفاقی وزیر د پوهنتون تعلیمی و تحقیقی هلو ځلو ودې لپاره د بشپړه مرستي باور وركړو ٬ په دې موقع د صوبائی اسمبلۍ غړے رشاد خان، د پاکستان مسلم لیګ (ن) ضلعی صدر انتخاب عالم، حاجی فرهاد، صابر رحمان، ظهور الهی، غریب ګل او نورو هم موجود وو۔

مزید خبریں