ميكسيكوسټي 03 جنوري (اے پي پي) سوئيلي ميكسيكو كښې د 6.5 شدت زلزلے له امله دوه كسان مړه او 12 ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې ځائې چارواكو ووئيل زلزله د جمعې په سهار راغلې چې مركز ئې رياست ګوريرو كښې سان ماركوس سره نزدې ؤ۔رياستي ګورنر ايولين سالګاډو ووئيل يوه 50 كلنه ميرمن د خپل كور د چهت څخه راپريوتو سره مړه شوې ده۔په دې مهال ميكسيكو سټي په بينيټو …
ميكسيكو كښې زلزله، 2 كسان مړه، 12 ژوبل

مزید خبریں
ميكسيكوسټي 03 جنوري (اے پي پي) سوئيلي ميكسيكو كښې د 6.5 شدت زلزلے له امله دوه كسان مړه او 12 ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې ځائې چارواكو ووئيل زلزله د جمعې په سهار راغلې چې مركز ئې رياست ګوريرو كښې سان ماركوس سره نزدې ؤ۔رياستي ګورنر ايولين سالګاډو ووئيل يوه 50 كلنه ميرمن د خپل كور د چهت څخه راپريوتو سره مړه شوې ده۔په دې مهال ميكسيكو سټي په بينيټو خوآريس سيمه كښې د انخلا په مهال راپريوتو سره يو بل تن هم مړ شوې دے۔ميكسيكو سټي حكومتي مشر كلارا بروګادا ووئيل د زلزلے نه پس ايمرجنسي پروټوكول فعال كړې شوي،چې له مخې ئې 12 ژوبل كسانو له طبي مرسته وركړې شوي دغسې بېلو سيمو كښې د بجلۍ وركولو په اړه 18 ګيلې ترلاسه شوي۔چارواكو له مخې دوه ودانۍ د ممكنه خطرے له امله خالي كړې شوي،دغسې 34 ودانو او 5 كورنو حفاظتي جائزه اخستلے شوي۔د زلزلے په مهال په سړكونو لګولې شوي لاؤډ اسپيكرز وړاندې څخه وارننګ جاري كړې ؤ۔










