د كراچۍ په رينجرز ټريننګ سينټر كښې 33م پاسنګ آٶټ پريډ، د كورنيو چارو وفاقي وزير وفاقي محسن نقوي په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون

کراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د كراچۍ په رينجرز ټريننګ سينټر كښې د ريكروټس 33م پاسنګ آٶټ پريډ په دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير وفاقي محسن نقوي د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې٬ دستورې ته په رسېدو پاکستان رينجرز (سندھ) ډي جي د وفاقي وزير تود هركلے وكړو او د رېنجرز يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته سلامي وړاندې كړه۔ د سندھ رينجرز وياند له مخې …

کراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د كراچۍ په رينجرز ټريننګ سينټر كښې د ريكروټس 33م پاسنګ آٶټ پريډ په دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير وفاقي محسن نقوي د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې٬ دستورې ته په رسېدو پاکستان رينجرز (سندھ) ډي جي د وفاقي وزير تود هركلے وكړو او د رېنجرز يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته سلامي وړاندې كړه۔ د سندھ رينجرز وياند له مخې په دې موقع وفاقي وزير د پرېډ معائنه وكړه او په دې موقع ئې د تربيې په مهال په بهترين كاركردګۍ ريکروټس ته انعامونه وركړل۔ په دې موقع د کېمل سکواډ او د اينټي ټيرارسټ سکواډ ځوانانو د وظيفائي پوهې عملي مظاهره وړآندې كړې۔ وياند ووئيل چې وفاقي وزير محسن نقوي پاس آٶټ كېدونكې ځوانانو او د دوي كورنيو له مباركي وركولو سره د پاکستان رينجرز (سندھ) د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه ٬ وفاقي وزير په مئي كال 2025 كښې د’’آپريشن بنيان مرصوص‘‘ په مهال پاك پوځ سره اوږه په اوږه د رينجرز د كليدي كردار په خاص توګه ستائنه وكړه او د هېواد دفاع لپاره ئې شهيدانو ته پېرزوئنه وړاندې كړې