د ايران او پاكستان ترمينځه د ميډيا اړيكي به لا قوي شي۔ د ايران سفير

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري د جمعې په ورځ د قومي خبر رسني ادارے ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان (اے پي پي) هيډكوارټرز دوره وكړه او د ايران و پاكستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په لا قوي كولو ئې زور راوړو۔د دورے په مهال ده د اے پي پي منيجنګ ډائريكټر محمد عاصم كھچي سره ملاقات وكړو چې پكښې د ميډيا …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري د جمعې په ورځ د قومي خبر رسني ادارے ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان (اے پي پي) هيډكوارټرز دوره وكړه او د ايران و پاكستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په لا قوي كولو ئې زور راوړو۔د دورے په مهال ده د اے پي پي منيجنګ ډائريكټر محمد عاصم كھچي سره ملاقات وكړو چې پكښې د ميډيا په څانګه كښې مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايران سفير د پاكستان اولس د ايران لپاره مينه ستائلو سره ووئيل پاكستان او ايران په مشكل وخت كښې د يو بل ملګري دي۔ده د دواړو هېوادونو د شريك تاريخ حواله وركولو سره ووئيل په هر سخت وخت كښې دواړو هېوادونو عمر له د يو بل مرسته كړي۔د ايران سفير رضا اميري پاكستان سره د مرستي په پراخه امكاناتو رڼا اچولو سره ووئيل پوځي مشقونو، تجارت او ثقافتي تبادلو په څانګو كښې اشتراك ته پراختيا وركړې كيدے شي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده تجارتي حجم 3.3 اربه ډالره دے كوم چې د كال 10 اربه ډالره ته د رسولو اراده لرو۔ده د ميډيا د مرستي په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د ايران نيوز ايجنسي (ايرنا ) او اے پي پي ترمينځه نيغ په نيغه د خبرونو تبادله دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې كردار ترسره كوي۔ده د غلط معلومات مخنيوي او په اوسي كچه د رابطو قوي كولو په حاجت زور راوړو۔د ايران سفير سيمه ايزو رابطو ښه كولو لپاره د ايران د هڅو ذكر وكړو چې پكښې د نوي سرحدي لارو پرانستلو او اسلام آباد نه تر تهران نيغ په نيغه پروازونه پېل كول شامل دي۔ ده د پاكستان صدر ته زر تر زره د ايران دورے بلنه وركړه۔د اے پي پي منيجنګ ډائريكټر محمد عاصم كھچي په خاص توګه د فلسطين په مسئله د ايران پاكستان لپاره حمايت وستائلو۔ده د تجارت، ثقافت او ميډيا څانګو كښې مرستي لا زياتولو د عزم څرګندوني سره دوه اړڅيزه اړيكو قوي كولو كښې د مقدس ځايونو او زيارات مهم كردار رامخې ته كړو۔

ملاقات كښې د اے پي پي ايګزيكټو ډائريكټره سبين عثمان خټك، د ماركيټنګ ډائريكټر علي رضا علوي، ډپلوميټك اينډ ګلوبل افيئرز ډپټي ډائريكټر مدثر اقبال دغسې د ايران سفارتخانے كميونيكيشن عهديدار هادي ګلريز او حبيب هم موجود وو