په سكلز٬ پائيدارۍ او جدت اډانه تعليمي ماډلز د پاکستان د سباون ضمانت دے۔ وجيهه قمر

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د نيشنل سکلز يونيورسټي (اين ايس يو) اسلام آباد کارکردګي مثالي ګرځولو سره وئيلي دفي چې په سكلز٬ پائيدارۍ او جدت اډانه تعليمي ماډلز د پاکستان د سباون ضمانت دے ٬ بايد داسې تعليمي ادارو ته په هېواد كښې وده وركړې شي۔ وجيهه قطر دا خبرې د نيشنل سکلز يونيورسټي كښې د ملازمانو د …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د نيشنل سکلز يونيورسټي (اين ايس يو) اسلام آباد کارکردګي مثالي ګرځولو سره وئيلي دفي چې په سكلز٬ پائيدارۍ او جدت اډانه تعليمي ماډلز د پاکستان د سباون ضمانت دے ٬ بايد داسې تعليمي ادارو ته په هېواد كښې وده وركړې شي۔ وجيهه قطر دا خبرې د نيشنل سکلز يونيورسټي كښې د ملازمانو د خدماتو په اعتراف كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزير مملكت د پوهنتون د يو كال ځانګړي پېشرفت ستائنه كولو سره ووئيل چې د اېن اېس يو په څېر ادارې په خاموشۍ خو ولې په موثره انداز په قامي افرادي قوت تيارولو كښې اهم كردار لوبوي۔ په دستوره كښې فيکلټۍ، انتظامي افسرانو، تکنيکي عملے او د يونيورسټي قيادت ګدون كړې٬ په دې موقع په يو كال كښې د ترلاسه كړې شوې تعليمي، اداره جاتي او د نړيوالو كاميابو جاج هم واخستې شو