اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سينيټر سيدال خان سره پارليمنټ هاؤس كښې د بېل مکتبه فکر سره تعلق لرونكو پلاويو ليدلي دي۔ ملاقات کونكو كښې ډاکټران، وکيلان ، زدكونكي، سماجي ورکرز، سول سوسائټۍ نمائندګان ، قبائلي مشران ، نامتو کاروباري شخصيات، سوداګر او سرمايه کار شامل وو۔په دې موقع د سېنېټ ډپټي چيئرمېن خبرو په مهال ووئيل موجوده حکومت د اتحادي ګوندونو سره په ګډه …
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سينيټر سيدال خان سره د بېل مکتبه فکر سره تعلق لرونكو پلاويو وليدل
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سينيټر سيدال خان سره پارليمنټ هاؤس كښې د بېل مکتبه فکر سره تعلق لرونكو پلاويو ليدلي دي۔ ملاقات کونكو كښې ډاکټران، وکيلان ، زدكونكي، سماجي ورکرز، سول سوسائټۍ نمائندګان ، قبائلي مشران ، نامتو کاروباري شخصيات، سوداګر او سرمايه کار شامل وو۔په دې موقع د سېنېټ ډپټي چيئرمېن خبرو په مهال ووئيل موجوده حکومت د اتحادي ګوندونو سره په ګډه هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ او سماجي رابطو ودې لپاره ګامونه پورته كوي۔ده زور راوړو چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ټولو ادارو ، صوبائي او وفاقي حکومت ترمينځه همغږۍ او شريكې مرستي ته اړتيا ده،د دې اشتراك عمل د لارې پاکستان د پرمختګ پلو روانيدلې شي۔سينيټر سيدال خان ووئيل موجوده حکومت د ټولو سټيك هولډرز او ادارو سره په ګډه مخ په وړندې روان دے او مثبت اثرات اولس په عملي توګه محسوسوي۔ده ووئيل حکومت اولس له ريليف وركولو لپاره سنجيده اقدامات کوي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د دې عزم څرګندونه وكړه هغه وخت لري نه دے چې د پاکستان اولس به سوكاله كيدو سره د پرمختلليو هېوادونو د وګړو په شان بنيادي سهوليات څخه په بشپړه ډول مستفيد شي۔ده زدكونكو ، وکيلانو ، ډاکټرانو او سوشل سيکټر نمائندګانو ته اپيل وكړو چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پوري کردار ترسره كړي،زدكونكي دے تعليم ترلاسه كولو سره د روزګار موقعې پيدا کړي، وکيلان دې خپلي آئيني ذمه وارۍ پوره كولو سره معاشرتي اصلاحات كښې کردار ترسره كړي او ډاکټران دې د اولسي صحت خذمات لا موثره كولو سره د هېواد ښه والي كښې برخه شامل كړي۔پلاويو د سېنېټ ډپټي چيئرمېن په قيادت او د حکومت په پاليسو د باور څرګندوني سره د هېواد پرمختګ لپاره د مرستي رواني ساتلو د عزم پخلے وكړو۔










