نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان ايران دوه اړخيزه اړيكو په اړه بين الوزارتي غونډه

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان ايران دوه اړخيزه اړيكو په اړه بين الوزارتي غونډه شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په بېلو څانګو كښې د رواني مرستې جاج واخستې شو او اقتصادي او تجارتي اړيكې لا زياتولو لپاره په تګلارو د خيالاتو …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان ايران دوه اړخيزه اړيكو په اړه بين الوزارتي غونډه شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په بېلو څانګو كښې د رواني مرستې جاج واخستې شو او اقتصادي او تجارتي اړيكې لا زياتولو لپاره په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم په مهمو ترجيحي څانګو كښې ايران سره اړيكو ته لا ودي وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير علي پرويز ملك، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري آمنه بلوچ، د پټروليم سيکرټري او د خارجهو زارت او نورو اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كړې۔