سرتاج عزيز د تحريك پاکستان سپاهي او جديد پاکستان معمارانو كښې شامل وو،د هغه خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔احسن اقبال

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي چې سرتاج عزيز د تحريك پاکستان سپاهي او جديد پاکستان معمارانو كښې شامل وو،د هغه خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ د جمعې په ورځ د نوموړي سياستمدار او معيشت پوهه ارواښاد سرتاج عزيز د برسۍ په موقع دستوري ته وينا كښې پروفيسر احسن اقبال ووئيل نن پاکستان ته …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي چې سرتاج عزيز د تحريك پاکستان سپاهي او جديد پاکستان معمارانو كښې شامل وو،د هغه خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ د جمعې په ورځ د نوموړي سياستمدار او معيشت پوهه ارواښاد سرتاج عزيز د برسۍ په موقع دستوري ته وينا كښې پروفيسر احسن اقبال ووئيل نن پاکستان ته د سرتاج عزيز په شان د مدبر، ديانتدار او وژنري لارښودو ضرورت دے۔ ده ووئيل ما ته د سرتاج عزيز سره د نزدې كار كولو موقع ترلاسه شوي هغه په مشکل معاشي حالات كښې د ذمه وارۍ او پوهي قيادت كړې۔وفاقي وزير ووئيل سرتاج عزيز يو زيرك معيشت پوهه او وقار لرونكې سياستمدار وو چا چې د نواز شريف په مشرۍ كښې تاريخي اقتصادي اصلاحات معارفي كړي د كوم چې مثبت اثرات تر ډير وخت د هېواد په معيشت مرتب شوې۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې سرتاج عزيز نيمګړے مشن به ترسره كولې شي او د هغه وژن ته به عملي شكل وركولې شي۔دستوري ته وينا په مهال پروفيسر احسن اقبال دا هم اعلان وكړو چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت به د سرتاج عزيز په نوم ډويلپمنټ اکنامکس په څانګه كښې د نړۍ ښه يونيورسټۍ كښې پي ايچ ډي سکالرشپ جاري کوي دغسې چې ځوانان په معيشت پوهه شي او د هېواد په معاشي پرمختګ كښې كوټلې كردار ترسره كړي۔